تازه خبرونه

د افغانستان د کانونو د اوومه توکو پروسس باید په هېواد کې دننه ترسره شي – شهاب الدین دلاور

Published

on

(Last Updated On: )

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د یوې چینايي کمپنۍ له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې له هېواده بهر د کانونو د اوومه توکو پروسس او صادرولو ته اجازه ناشونې ده.

دلاور دا خبره د چین له دولتي شرکت ایم سي سي هولودا سره د لیدنې پر مهال کړې. دا په داسې حال کې ده، چې د میس عینک د استخراج قراردادي شرکت هم حضور درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې MCC هولودا په چین کې د مسو، سربو او جستو د استخراج او پروسس یو له سترو شرکتونو څخه دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شرکت په افغانستان کې د مسو، سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

دلاور د دوى له لیوالتيا هرکلى کړی او څرګندوي؛ په باميانو، کندهار او غور ولايتونو کې د سربو او جیت کانونه شته او که دغه شرکت په افغانستان کې د کانونو د پروسس په برخه کې هوکړه وکړي، وزارت ورته د همکاري ډاډ وړاندې کوي.

دلاور د مس عینک د مسو د پروژې په اړه هم خبرې وکړې او د کار د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.

Trending

Exit mobile version