لوبی
د افغانستان د کرکټ د اتم لیګ سیالیو مهالوېش په ډاګه شو
(Last Updated On: غبرګولى ۳۱, ۱۴۰۱)
د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي دېرشمه) د کرکټ د اتم لیګ سیالیو مهالوېش اعلان کړ.
ټاکل شوې دغه لیګ په کابل کې د چنګاښ پر ۲۷ پیل او د زمري تر ۱۴ روان وي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې په دې لښتیلیک یا جدول کې ټول مهم ټکي په پام کې نیول شوي او ټولې لوبډلې به د لښتیلیک له مخې ډګر ته وردانګي.
ټاکل شوې د دغه لیګ په لومړۍ لوبه کې د کابل عقابان لوبډله د مس عینک له لوبډلې سره مخامخ شي.
د یادونې ده، چې سږ کال به په دغه لیګ کې د پامیر زلمي او د هندوکش ستوري نومې دوه نوې لوبډلې له نورو لوبډلو سره یوځای لوبې وکړي.