سوداگري

د افغانستان د کنګل شویو پیسو لېږل به یوه اوونۍ وروسته پیل شي

Published

on

نړیوال بانک تېره ورځ رویټرز ته څرګنده کړې؛ د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویل کوونکیو ویلي؛ د ډسمبر تر ۱۰ پورې به د بشري مرستو رسولو ادارو ته د دغه هېواد د بندو اړوند پیسو د لېږد په اړه پرېکړه وشي.

که څه هم د نړیوال بانک ویاندې په دې اړه نور څه ندي ویلي؛ خو څرګندوي، چې د نړیوال بانک بورډ روانه اوونۍ د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه د خواړو نړیوال پروګرام او یونیسف ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو له لېږد ملاتړ کړی. دا د هغو یو نیم میلیارډ ډالرو یوه برخه ده، چې د اګست په میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته کنګل شوې وې.

د امریکا د خزانې وزارت پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا ۲۰ کلنه جګړې پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې ودرولې؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او د نړیوالو موسسو نغدي مرستې وځنډېدې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version