تازه خبرونه

د افغانستان‌ سپورتي ‌موټر د جوړولو کار به بیا پیل شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۲)

له هغې وروسته، چې آریانا نیوز د دوشنبې پر ورځ (د غویی ۱۱) د افغانستان د سپورتي‌موټر د دیزاینر محمد رضا احمدي یوه ویدیو خپره کړه او په کې یې د اقتصادي ستونزو له کبله د سپورتي موټر د تولید د بندیدو خبره کړې وه؛ اوس محمد رضااحمدي په یوه بل نوي ویدیوي پیغام کې ویلي، چې د سپورتي موټر د تولید کار بند شوی ندی او دا یو سوء تفاهم و، چې په وینا یې اوس دا ستونزه حل شوې ده.

محمد رضا احمدي وايي: له هغه ویدیو وروسته، چې مونږ خپره کړې وه؛ علت یې پور و؛ حکومت ژر تر ژره اقدام وکړ او مونږ ته یې یو کار ځای، د ترانسپورت وسایل او عملیاتي بودیجه راکړه، چې مونږ خپل کار روان وساتو. دغه راز له اړوند وزارتونو سره هم همغږي شوې ده.

په دې ویدیو کې، هغه د سوء تفاهم لامل “بیوروکراتیک سیستم” بللی دی.

محمد رضا احمدي په‌دې اړه وايي: زه فکر کوم، چې دا ناسم پوهاوی له مکتوبي کارونو رامنځته شوی و، چې د یو څه وخت لپاره مونږ ترې قرباني شوو. په هرحال بیوروکراتیک سیستم نه‌شي کیدی او نه دا ممکنه ده، چې دا نه وي. دا مسله لږ څه پېچلې ده؛ خوشبختانه زمونږ له کاري بهیره کاغذي کار لرې شو.

په دې ویدیو کې نوموړي ویلي، چې د موټر جوړولو کار یې پیل کړی او هڅه کوي تر لوی اختر پورې ولایتي سفرونه هم پیل کړي او جوړ شوی موټر به د سفیر په توګه د هېواد هر ګوټ ته ورسوي.

هغه بیا هم هیله څرګنده کړه، چې له پانګوالو سره د پانګونې د جلبولو لپاره خبرې اترې بیا پیل شي.

محمد رضا احمدي له هغو کسانو مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې ورسره همکاري کړې ده.

په افغانستان کې جوړ شوی سپورتي موټر درې میاشتې وړاندې نندارې ته وړاندې شو او په افغانستان کې دننه او بهر د پام وړ وګرزېد.

هیلمت نومی دغه موټر لومړی په یوه واورینه ورځ د کابل پر سړکونو وښودل شو.

دغه سپورتي موټر د انتاپ  NTOP نومي شرکت لخوا جوړ شوی او د دغه شرکت د چارواکو په وینا، د دغه موټر جوړولو پېنځه کاله وخت نیولی او شپېته زره دالره لګښت پرې راغلی دی.

Trending

Exit mobile version