تازه خبرونه

د افغانستان صادرات هندوستان ته ورسیدل

Published

on

هندي چارواکو ویلي، چې د پنجاب د واګه بندر له خلاصیدو وروسته تېره شپه له افغانستان څخه د وچې میوو او نورو توکو ۱۴ بار وړونکې لارۍ هندوستان ته رارسیدلي دي.

هندو خبري سرچینې د دغه هېواد د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه توکي، چې څه نا څه ۶۷۰۰۰۰ امریکایي دالر ارزښت لري د سیمې اقتصادي حالت به ورسره څه نا څه بېرته وغوړیږي.

د هند سوداګرۍ او صنایعو د نړیوالې خونې د کنفدراسیون مدیر اشوک سیتي ویلي؛ په وروستیو څلور ورځو کې پر وچو میوو او نورو مالونو بار ۱۴ لاریو راتګ به بازارونه بېرته عادي حالت ته راوګرزوي.

پاکستان او هندوستان دواړو په مارچ میاشت کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره خپل تجارت وځنډاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د جولای پر ۱۵ له افغانستان سره د ترانزیت او سوداګرۍ د تړون له مخې هندوستان ته د دې هېواد له لارې د مالونو لیږدولو ته چمتووالی وښود.

Trending

Exit mobile version