سوداگري
د افغانستان صادرات په چنګاښ کې ۱۰۴ میلیون ډالرو ته ورسیدل
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۶۳٫۱ میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ کې د صادراتو ارزښت د روان کال د غبرګولي میاشتې پر پرتله ۴۰٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی ښیي.
د احصائې او معلوماتو ملي ادرې ویلي؛ د افغانستان صادرات په چنګاښ کې ۱۰۴ میلیون ډالرو ته ورسېدل او واردات له ۱.۱۹۱ میلیارډ ډالرو څخه ډېر شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۶۳٫۱ میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ کې د صادراتو ارزښت د روان کال د غبرګولي میاشتې پر پرتله ۴۰٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی ښیي.
دغه راز د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۳۷٫۲ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ کې د تېرې میاشتې پر پرتله ۲۵۳٫۹ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پهکې راغلی دی.
ویل کیږي، چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او تاجکستان ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان څخه ول.
