لوبی

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې هند ته د ۱ ګول پر توپیر ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۳)

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې نن سې شنبه ( د وري اوومه) د اسام ایالت په ګواهاتي لوبغالي کې د هند فوټبال ملي لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

دا لوبې د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام او د آسیا د ۲۰۲۷ د غوراوي پړاو دي.

افغانستان د دغو سیالیو په جدول کې د کویټ، قطر او هند سره په ګروپ کې دی.

د هند لوبډلمشر سنیل چیتري د لوبې په اووه‌دېرشمه دقیقه کې افغانستان ته یو ګول ورکړ؛ خو د لوبې د دوه‌یمې برخې په اووه‌اویایمه دقیقه کې افغان لوبغاړي رحمت اکبري ګول وواهه او لوبه یې ۱-۱ مساوي کړه.

افغان لوبغاړي شریف محمد د پنالټي پر شوټ ګول ورکړ او افغانستان دا لوبه ۲-۱ وګټله.

 افغانستان او هند ( د وري پر دوه‌یمه) د سعودي عربستان د خمیس ښار د ضمک په لوبغالي کې صفر-صفر لوبه مساوي کړې وه.

د افغانستان په دې لوبه کې اویس عزیزي، اسلام الدین امیري، محبوب حنفي، جبار شرزه، حبیب الله عسکر، مصور احدي، رحمت اکبري، امید پوپلزی، توفی سکندري، ذوالفقار نظري او شریف محمد لوبېدلي دي.

افغانستان له دې مخکې د ۲۰۲۶ د نړیوال جام د غوراوي د دوه‌یم پړاو په سیالیو کې قطر او کویټ ته لوبې بایللې وې او له همدې کبله یې له هند څخه د لوبې ګټلو ته اړتیا ډېره وه.

Trending

Exit mobile version