لوبی

د افغانستان فوټسال لوبډلې ​​مالډیپ ته ۱۰ -۱ ماتې ورکړه

دا لوبه د شنبې پر ورځ د میانمار په یانګون ښار کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۳۰, ۱۴۰۴

د افغانستان فوټسال لوبډلې په انډونیزیا کې د ۲۰۲۶ کال د آسیا فوټبال جام د غوراوي سیالیو په زړه‌راکښونکې لوبه کې مالډیپ ته ۱۰ د ۱ پر توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د شنبې پر ورځ د میانمار په یانګون ښار کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې، اکبر کاظمي او محمد مرادي هر یو دوه ځله، فرزاد محمودي، رضا حسین پور، حمیدرضا حسیني، موسوي، علي امیري او عباس حیدري د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

د هېواد فوټسال لوبډله ​​له میانمار او مالډیپ سره د آسیا جام د غوراوي سیالیو په H ګروپ کې دي.

د هېواد فوټسال لوبډله ​​به د چارشنبې پر ورځ په راتلونکې لوبه کې د میانمار له فوټسال لوبډلې ​​سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version