Connect with us

لوبی

د افغانستان فوټسال لیګ په پېنځمه او شپږمه لوبه کې جوانان میهن او صداقت لوبډلو بریا ترلاسه کړه

نن په دوه‌یمه لوبه کې صداقت لوبډلې له غوره فعالیت سره د آریا فورج لوبډلې ته ۴ـ ۱ ماتې ورکړه.

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۱۹, ۱۴۰۴

د افغان فوټسال غوره لیګ په پېنځمه لوبه کې جوانان میهن لوبډلې د اتحاد هرات لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

نن په دوه‌یمه لوبه کې صداقت لوبډلې له غوره فعالیت سره د آریا فورج لوبډلې ته ۴ـ ۱ ماتې ورکړه.

دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون د فوټسال کمیټې په جمنازیم کې ترسره کیږي.

د دې لیګ په اوومه لوبه کې به  د دوشنبې پر ورځ د دیارسنايي او پیروزي پنجشېر لوبډلې له یو بل سره مخامخ شي.

په اتمه لوبه کې به نورزاد لوبډله له ظاهر اسد لوبډلې سره مخامخ شي.

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګې بڼه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

لوبی

په افغانستان فوټسال لیګ کې صداقت او ظاهر‌اسد لوبدلو د پنجشنبې لوبې وګټلې

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوه‌یمې نیمایي پیل پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

Published

on

د افغانستان فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو د دوه‌یمې نیمایي په پنځوسمه لوبه کې صداقت اف‌سي پنجشیر ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه.

په نننۍ یو‌پنځوسمه لوبه کې ظاهر‌اسد اف‌سي دیار سنايي ته د ۳ پر ۱ ماتې ورکړه.

سبا (جمعه د چنګاښ شلمه) په دوه‌پنخوسمه لوبه کې آریا فورج او اتحاد اف‌سي سیالي کوي.

په دري‌پنځوسمه لوبه کې نورزاد اف‌سي به له جوانان میهن سره مخ شي.

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوه‌یمې نیمایي پیل پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

Continue Reading

لوبی

په افغانستان فوټسال لیګ کې اته‌څلوېښتمه لوبه مساوي او نهه‌څلوېښتمه هغه نورزاد وګټله

په نننۍ نهه‌څلوېښتمه لوبه کې نورزاد اف‌سي لوبډلې امید اف‌سي ته ۴ پر صفر ماتې ورکړه.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۴
Continue Reading

لوبی

افغان کرکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری د ۴۱ کلونو پر عمر ومړ

د افغانستان کرکټ بورډ د هغه مړینه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او د شینواري کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو ته یتسلیت وړاندې کوي.

Published

on

Cricket umpire Shinwali

د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې؛ لوبڅار بسم الله جان شینواری تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د هغه مړینه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او د شینواري کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو ته یې تسلیت وړاندې کوي.

د کرکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بسم الله جان شینواري د لوبځار په توګه د خپلو بریاليو هڅو پر مهال په ۳۴ نړیوالو یو ورځنیو (ODI) ۲۶ نړیوالو شل اوریزو (T20) ۳۱ فرسټ کلاس، ۵۱ لیست A لوبو او ۹۶ کورنیو شل اوریزو لوبو کې د لوبڅارۍ دنده ترسره کړې ده.

د کرکټ بورډ چارواکو د دې سترې ضایعې په اړه د ژورې خواشینۍ څرګندولو تر څنګ د کرکټ په وده او پراختیا کې د شینواري له ارزښتناک رول او مسلکي خدماتو ستاینه کړې ده.

اروا ښاد شینواری د افغانستان یو له تجربه لرونکو لوبڅارانو څخه و، چې په خپل پېر کې یې د ملي او نړیوالو سیالیو لوبڅاري کړې ده.

ټاکل شوې، چې ارواښاد شینواری نن له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!