لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ته کویټ ماتې ورکړه

د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د پېنځه وچو لوبدلو په سیالیو کې د کویټ پر وړاندې ۴-۳ ماتې وخوړه.

دا لوبه نن ماسپښین د تایلینډ په بنکاک کې ترسره شوه.

د افغانستان لپاره دا سیالۍ د ۲۰۲۴ ز. کال فوټسال نړیوال جام ته چمتوالی دی، چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته په ازبکستان کې پیل شي.

تایلینډ اوسمهال د افغانستان، تایلینډ، ګواتیمالا، نیوزیلینډ او کویټ لوبډلو په ګډون د وچو سیالیو کوربتوب کوي.

افغان فوټسال ملي لوبډله به سبا چارشنبه د دغو سیالیو په لړ کې له نیوزیلینډ سره مخ شي.

د نړیوال جام په سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د وږي پر پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر پر پېنځلسمه د انګولا پر وړاندې ترسره کړي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر بېنځلسمه د یکشنبې پر ورځ له انګولا سره تر سره کړي.

آریانا ټلویزیون به په ټول افغانستان کې د فوټسال مینه‌والو ته دا زړه‌راکښونکې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

Trending

Exit mobile version