لوبی
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږاړخیزو سیالیو دوهیم مقام خپل کړ
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په نیمهپایلوبه کې کیپورډ ته د ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ د برازیل د شپږاړخیزو سیالیو په پایلوبه کې د کوربه لوبډلې پر وړاندې ۶ پر صفر ماتې وخوړه او د دغو سیالیو دوهیم مقام یې خپل کړ.
فابینیو دوه ګولونه او لئانډرو لینو، کلبر، سرجینیو او روفینو هر یوه یو ګول وواهه او د افغانستان د لوبډلې دروازه یې پرانیسته.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په نیمهپایلوبه کې کیپورډ ته د ۴ پر ۲ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو له دې مخکې د ګروپي پړاو په سیالیو کې له جاپان سره پرته له ګول وهلو مساوي شوه او پیرو ته یې د ۳ پر صفر پر ماتې ورکولو بریا خپله کړې وه. افغانستان د دغو پایلو له مخې، پایلوبې ته له رسېدا مخکې په خپلو ټولو سیالیو کې له ماتې پرته پایلوبې ته لار وموندله.
دغه راز برازیل له دې بریا سره د درېیم ځل لپاره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دې لوبډلې له دې مخکې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ز.کلونو کې هم د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.
که څه هم افغانستان په پایلوبه کې ماتې وخوړه؛ خو د دغو سیالیو پایلوبې ته د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل په نړیواله کچه د پام وړ لاستهراوړنه ګڼل کېږي.