لوبی

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نن (پنجشنبه د وري دېرشمه) د آسیا ملتونو جام د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایران پر وړاندې ۱ پر ۳ ماتې وخوړه.

د افغانستان او ایران فوټسال ملي لوډلو ترمنځ دا لوبه د تایلینډ په بنکاک ښار کې د دغو سیالیو په ډي ګروپ کې ترسره شوه.

د افغانستان لپاره یوازنی ګول مهران غلامي تر سره کړ.

د هېواد فوټسال ملي لوبغاړي به د راتلونکې شنبې پر ورځ د دې سیالیو په دوه‌یمه لوبه کې د کویټ له لوبغاړو سره مخ شي.

د افغانستان د آسیا ملتونو په فوټسال جام کې له ایران، بحرین او کویټ سره د یوه ګروپ ډلې دي.

د يادونې ده، چې د آسيا ملتونو فوټسال جام د ټایلیند پر کوربتوب نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره د نړۍ د ۱۶ هېوادونو ترمنځ د ترسره کېدو په حال کې دي.

Trending

Exit mobile version