تازه خبرونه

د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د ډبلیو‌اف‌پي هوايي مرستې د خنډېدو په حال کې دي

دې بنسټ پرون (یکشنبه د غویی اوومه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره د الوتکو کارولو ته د اړتیا وړ بودجه نلري.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د الوتنو پر مټ د مرستو رسولو د ځنډېدو له احتمال خبر ورکړی دی.

دې بنسټ پرون (یکشنبه د غویی اوومه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره د الوتکو کارولو ته د اړتیا وړ بودجه نلري.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې د مرستو رسولو د الوتنو لپاره نږدې ۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ بدجې ته اړتیا ده.

تېره اوونۍ د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی و، چې د روان کال تر پایه پورې هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

ډبلیو‌اف‌پي افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو له ځنډولو وروسته د بدجې له کمښت څخه شکایت کوي.

Trending

Exit mobile version