Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه پاکستان بیا هم اندېښنه څرګنده کړه

خپور شوی

د

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان له لوري د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره په دې اړه له نږدې خبرې کول غواړي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د امریکا د نیویارک ښار په یوه غونډه کې ټینګار څرګند کړ، چې د پاکستان پر خلاف د تي تي پي او د داعش خراسان څانګې له لوري د افغانستان د خاورې کارول د اسلام‌اباد لویه اندېښنه ده.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړه؛ دوی اندېښنه لري، چې تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګه د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.

جلیل عباس جیلاني وایي: مونږ دا ردوو، چې ترهګري له کوم هېواد، قوم او مذهب پورې وتړل شي. مونږ غواړو، چې د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ ترهګري له منځه یوړل شي. د پاکستان لپاره دا مهال تر ټولو لویه اندېښنه د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې  هغه وړتیاوې دي، چې غواړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي. مونږ په دې اړه د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره له نږدې خبرې کوو.

دغه راز نوموړي په افغانستان کې له سولې او ثباته ملاتړ د ملاتړ ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان له نوي حکومت سره خبرې ښې پایلې لرلی شي.

په همدې وخت کې د روسیې دفاع وزیر ایران ته د خپل سفر پر مهال د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د ایران له یوه جګپوړي پوځي چارواکي سره په کتنه کې د افغانستان او سوریې پر مسایلو هم خبرې وکړې. تر اوسه د دغو خبرو جزئیات رسنیو ته پر ډاګه شوي نه‌دي.

اسلامي امارت له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه هر ډول اندېښنه بې بنسټه ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه د هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان هر ډول اندېښنې ردوي او ټینګار کوي، چې ټول هېوادونه باید د افغانستان واقعیتونه ومني او ډاډه شي، چې افغانستان د کوم هېواد لپاره ګواښ نه‌دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت په پاکستان کې د بې ثباتۍ لامل شوی دی.

اسلامي امارت ويلي، د پاکستان اوسنی وضعیت د هغه هېواد کورنۍ مسله ده؛ افغان حکومت او همدارنګه په هغه هېواد کې میشت افغان کډوال په کې هیڅ راز ښکېلتیا نه‌لري.

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.

Published

on

ملګرو ملتونو تائید کړې؛ د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماري ډیکارلو پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.

دوجاریک ویلي، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش له‌خوا د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د پیل شوي دوحې د بهیر تعقیب لپاره دی. هغه ټینګار وکړ، چې ښکېلتیا باید اصولي او عملي وي، چې د افغانانو د ګټو او هوساینې راوڅرخیږي.

د ډیکارلو د سفر پلان په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د سې‌شنبې پر ورځ له امیر خان متقي سره د یوناما د چارواکو له لیدنې وروسته اعلان شو.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره د رواني او ټولنیزې روغتیا د ملاتړ پراخولو لپاره د جاپان ۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.

دې بنسټ زیاته کړې؛ دا ډول مرستې په هغو سیمو کې روغتیایي پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي ښه کولو لپاره مهمې دي، چې خدمات محدود وي او د زیان منونکو خلکو ترمنځ د هوساینې په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره  ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.

Published

on

د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا له لارې د غیرقانوني افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر روان دی او تر اوسه پورې ۹۸۸ زره ۸۱۲ کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي؛ په راستنېدونکو کې ۲۳۰ زره ۴۷۰ کسان د ثبت، ۷۱ زره ۵۷۰ یې د افغانستان د تابعیت کارتونو لرونکي او ۶۸۶ زره  ۷۷۲ نورو قانوني اسناد نلرل.

یوازې پرون ۲ زره ۳۱۲ افغانان د تورخم له لارې ستانه شول، چې په کې ۱۵۲۲ د ثبت کارت لرونکي، ۲۷۷ د تابعیت کارت لرونکي او ۵۱۳ اسناد نه‌لرونکي کسان ول.

دا بېرته ستنېدا د پاکستانيو چارواکو پر ټینګار روانه ده؛ ځکه، چې موخه یې د غیرقانوني کډوالۍ اداره کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ویلي؛ له کډوالو سره باید انساني او اصولي چلند وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!