لوبی
د افغانستان لوبډلې سویلي افریقا ته خپله لومړۍ نیمه پایلوبه وبایلله
افغان لوبډلې په ۱۱.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۵۶ منډې یې جوړې کړې.

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۹ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او وروستي پړاو ته یې لار پیدا کړه.
دا لومړی ځل دی، چې د سویلي افریقا لوبډله د دغو نړیوالو سیالیو وروستي پړاو ته لار مومي.
دا لوبه نن سهار (پنجشنبه د چنګاښ اتمه) د افغانستان پر وخت پېنځه بجې پیل شوه او افغان لوبډلې له پچې ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ۱۱.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۵۶ منډې یې جوړې کړې.
د افغانستان لوبډلې په لوبغاړو کې یوازې عظمت الله عمرزي وکولی شول، چې ۱۰ منډې جوړې کړي؛ د دې سیالۍ نورو توپوهونکي له ۱۰ څخه پر کمو منډو له میدان وویستل شول.
له دې لوبې سره په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سفر هم پای ته ورسېد.
ټاکل شوې، چې د هند او انګلستان لوبډلې به نن په دوهیمه نیمه پایلوبه کې د کابل پر وخت ماښام ۷ بجې سره مخ شي.
د دې سیالیو ګټونکې لوبډله به د چنګاښ پر نهمه / د جون پر نههویشتمه په پای لوبه کې د سویلي افریقا له کرکټ ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.
دا سیالۍ په افغانستان کې د آریانا نړیوال ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ او قانوني بڼه خپریږي.
اړوند خبرونه:
افغانستان بنګله دېش ته پر ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه
لوبی
افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا وړتیا ترلاسه کړه.
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.
له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.
لوبی
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
له دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.
ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.
د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.
لوبی
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په ټسټ لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه
د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوهیمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د ایرلینډ الف کرکټ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوهیمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.
په ابوظبي کې د پچې له ګټلو وروسته افغان لوبدلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه. د افغانستان الف لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د اوووه ویکټو پر زیان سره ۶۱۲ منډې جوړې کړې.
بهیر شاه ۱۸۷، ریاض حسن ۹۴، عمران ۸۵، شمس الرحمن ۸۴، افسر ځاځي ۵۵ او دروېش رسولي ۵۳ مهم ونډه وال ول.
په دې لوبه کې عرب ګل مومند د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دې تکړه ښي لاسي ورو توپ اچوونکي عرب ګل مومند د ایرلینډ پر وړاندې د یوازنۍ څلور ورځنۍ لوبې په دواړو پاڼیو کې غوره توپ اچونه وکړه او لس ویکټې یې ترلاسه کړې.
نوموړي د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې څلور او د لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ضیا الرحمن هم پنېځه ویکټې واخیستې.
-
تازه خبرونه5 days ago
اسلامآباد له بل څه ناراضه دی خو له افغان کډوالو غچ اخلي – مولانا فضل الرحمن
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران او امریکا له خبرو اترو وروسته د عمان سلطان مسکو ته سفر کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه17 hours ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
نړۍ2 days ago
په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي
-
مرکه4 days ago
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له مرستیال انډریکا راټواټ سره ځانګړې مرکه
-
تازه خبرونه3 days ago
لویدیځ هېوادونه د اسلامي امارت له مخالفانو څخه د ملاتړ هڅه کوي – روسیه