لوبی

د افغانستان لوبډلې سویلي افریقا ته خپله لومړۍ نیمه پایلوبه وبایلله

افغان لوبډلې په ۱۱.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۵۶ منډې یې جوړې کړې.

Published

on

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۹ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او وروستي پړاو ته یې لار پیدا کړه.

دا لومړی ځل دی، چې د سویلي افریقا لوبډله د دغو نړیوالو سیالیو وروستي پړاو ته لار مومي.

دا لوبه نن سهار (پنجشنبه د چنګاښ اتمه) د افغانستان پر وخت پېنځه بجې پیل شوه او افغان لوبډلې له پچې ګټلو وروسته د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ۱۱.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۵۶ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان لوبډلې په لوبغاړو کې یوازې عظمت الله عمرزي وکولی شول، چې ۱۰ منډې جوړې کړي؛ د دې سیالۍ نورو توپ‌وهونکي له ۱۰ څخه پر کمو منډو له میدان وویستل شول.

له دې لوبې سره په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سفر هم پای ته ورسېد.

ټاکل شوې، چې د هند او انګلستان لوبډلې به نن په دوه‌یمه نیمه پایلوبه کې د کابل پر وخت ماښام ۷ بجې سره مخ شي.

د دې سیالیو ګټونکې لوبډله به د چنګاښ پر نهمه / د جون پر نهه‌ویشتمه په پای لوبه کې د سویلي افریقا له کرکټ ملي لوبډلې سره سیالي وکړي.

دا سیالۍ په افغانستان کې د آریانا نړیوال ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ او قانوني بڼه خپریږي.

اړوند خبرونه:

افغانستان بنګله دېش ته پر ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د افغانستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه

Trending

Exit mobile version