سوداگري
د افغانستان لومړنۍ سووداګریزې لارۍ له لنډمهالو اسنادو سره پاکستان ته ننوتلې
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د نوي تړون له مخې افغان باروړونکي موټر له لنډمهالو اسنادو سره پاکستان ته ننوته او اوس موټر چلوونکي د تګ راتګ لپاره پاسپورټونو او ویزو ته اړتیا نلري.
دوۍ زیاتو، چې د نوې هوکړې له مخې د پکتیا د ډنډپټان ګمرک له لارې پاکستان ته لومړی سوداګریزه لارې ولېږدول شوه او دا بهیر به نور هم پراخه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې د نوې هوکړې له مخې د دواړه هېوادونو موټر چلوونکي کولی شي له پاسپورټ او ویزې پرته د سوداګریزو توکو لېږد تر سره کړي.
افغان لوری هیله څرګندوي، چې دا هوکړه به د دې سبب شي، چې د هېواد صادارتي بهیر په پراختیا کې خصوصي سکټور ته اسانتیا وي برابرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخوندزاده وایي: مونږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادارتو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره له پاکسانيو مسوولینو سره داسې هوکړې کړي، چې د روان میلادي کال تر پایه به د دواړو لوريو موټر چلوونکي له ویزې پرته سوداګریز لېږد – رالېږ تر سره کوي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې اجرائیه رییس نقیب الله ساپي ويلي، چې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي پرون پاکستان ته ورسېدل. هیله لرو، چې په روان کال کې د دواړه هېوادونو ترمنځ له ستونزو پرته سوداګري او ټرانزیټ تر سره شي.
د اقتصادي چارو شنونکي که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې هوکړې ته هیله مندي ښيي؛ خو د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي، چې له پاکستان پرته په نورو هېوادونو کې هم د افغان توکو لپاره بازرا ومومي، چې له دغه هېواد سره د ستونزو او کړکېچونو پرمهال افغان سوداګر زیانمن نشي.