تازه خبرونه
د افغانستان لوی درستیز د قطر په نړیوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیحالدین فطرت پرون پر یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی او نن یې په دوحه ښار کې د «ډیمډیکس» نړیوال دفاعي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.
خوارزمي ټینګار کړی، چې په دې نړیواله پېښه کې د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو د لوړپوړي استازي ګډون؛ له هېوادونو او نړیوالو شرکتونو سره د پوځي او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابروي او افغانستان ته دا امکان ورکوي، چې د پوځي ټکنالوژۍ او وروستیو لاسته راوړنو په اړه له نږدې خبر شي.