تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د پاکستان او ایران ځانګړو استازو خبرې وکړې
د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت دعمومي رییس او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو د سیمهییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې. پاکستاني سرچینو ويلي، چې پاکستان هڅه کوي په کابل کې د هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون یوه غونډه جوړه کړي.
د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې هغه له خپل ایراني سیال سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو پر وړاندې د سیمهییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت دعمومي رییس او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو د سیمهییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې. پاکستاني سرچینو ويلي، چې پاکستان هڅه کوي په کابل کې د هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون یوه غونډه جوړه کړي.
محمد صادق زیاته کړې، چې دوی د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له عمومي رییس او د افغانستان لپاره د هغه هېواد له ځانګړي استازي سره هوکړه کړې، چې دې ننګونو ته به ګډه رسېدنه کوي.
د افغانستان لپاره د پاکستان استازی هم ټاکل شوې؛ روسیې او چین ته سفر وکړي، چې د دغو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان باید له پاکستان سره متقابلې اړیکې ولري او کابل باید په سیمهییزو مسلو کې فعال رول ولوبوي.
اسلامي امارت پدې باور دی، چې کابل له ټولو ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیله کوي، چې د اقتصاد پر بنسټ د پالیسیو له تعقیب سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
تازه خبرونه
اقتصادي کمیسیون د ۶۶ کورنيو معیارونو مسوده تائید کړه
د ریاستالوزراء د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو برخو څخه ۳۶ معیارونه او ۳۰ د آزمېښت لارې چارې له بحث او هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب شوې دي.
اقتصادي کميسیون د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د معیار او کیفیت ادارې لهخوا وړاندې شوي ۶۶ کورنۍ معیاري مسودې او د آزمېښت لارې چارې وڅېړلې او تائید یې کړې.
د ریاستالوزراء د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو برخو څخه ۳۶ معیارونه او ۳۰ د آزمېښت لارې چارې له بحث او هر اړخیزې ارزونې وروسته تصویب شوې دي.
دغه معیارونه او د آزمېښت لارې چارې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، ټوکر، کیمیاوي او پلاستیکي توکو، مخابراتو او برښنا، کانکېندنې، ودانیزو توکو، چاپېریال ساتنې او یو شمېر نورو برخو کې کارول کیږي.
په دې غونډه کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو د ډبرو سکرو د تخلیې، بارولو، پروسس او بستهبندۍ د مرکزونو د مالکیت په اړه هم بحث وشو.
له هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې یاد مرکزونه دې د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت اړوند وي او دغه وزارت دې د هغوی اړوندې چارې پر مخ یوسي.
تازه خبرونه
د طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د طب افغان زدهکړیالانو د خپلو زدهکړو لپاره د پاکستان د طب او غاښونو طبي شورا د وروستۍ خبرتیا د لغوه کولو پر غوښتنه د اسلامآباد په ستره محکمه کې خپله دعوه ثبت کړه.
د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې(آیجيټي) د یو شمېر افغان زدهکړیالانو پر استازیتوب د پاکستان د طب او غاښونو شورا(پيامډيسي) د وروستۍ خبرتیا پر ضد د اسلامآباد په ستره محکمه کې دا دعوه ثبت کړې ده.
د دغې اتحادیې د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې مشر صاحبزاده وسیم حیدر، د اسلامآباد له فډرالي طب پوهنځیو د یو شمېر افغان زدهکړیالانو او د اسلامآباد د اسلامي جمعیت طلبهوو اتحادیې له مشر سره یوځای سترې محکمې ته ورغلی دی.
د دې دوسیې حقوقي چارې د مدافع وکیل عمران شفیق او د هغه حقوقي ډلې لهخوا پر مخ وړل کیږي.
افغان طبي زدهکړیالان په پاکستان کې د طب او غاښونو شورا د هغو پرېکړو پر ضد اعتراض لري، چې د دوی د زدهکړو پر دوام اغېز کولی شي.
له دې مخکې د لاهور او سند سترو محکمو هم د لنډمهاله حکمونو پر صادرولو په پنجاب او سند ایالتونو کې د افغان زدهکړیالانو پر وړاندې د ځینو اقداماتو عملي کېدل درولي وه.
وسیم حیدر ویلي؛ هیله لري، چې د دوسیې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د افغان زدهکړیالانو تحصیلي راتلونکی خوندي او د پاکستان د طب او غاښونو شورا د لانجمنې خبرتیا په اړه بیاکتنه وشي.
دغه دوسیه د ډېرو افغان زدهکړیالانو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه، چې یو شمېر یې د طب زدهکړو په وروستیو کلونو کې دي او اندېښنه لري، چې د مقرراتو بدلون به یې د زدهکړو دوام او کاري راتلونکی له ستونزو سره مخ کړي.
د اسلامآباد ستره محکمه به اوس د افغان زدهکړیالانو پر ثبت شوې دعوه پرېکړه وکړي.
تازه خبرونه
د ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مکسوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بشري حقونو «حالوش» ډلې راپور ورکړی، چې د ایران د سویل ختیځ سراوان ښار ته څېرمه د سختې تندې له کبله د ښځو او ماشومانو پر ګډون لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال مړه شوي دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مکسوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې: د قربانیانو مړي وروسته د خاش ښار یوې سړې خونې ته لېږدول شوي؛ ځکه، چې د سراوان سړې خونې د مړو د ساتلو لپاره کافي ځای نهدرلود.
حالوش وايي، پېنځه قربانیان د افغانستان د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي وه، چې یوه ۴۵ کلنه مور او څلور یې ۲۲، ۱۸، ۱۶ او ۱۴ کاله عمرولرونکې لوڼې دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، لږ تر لږه شپږ نور قربانیان هم له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان ول.
عیني شاهدانو او د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې کډوال د سفر پر مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او یو شمېر یې په لنډ واټن کې له یو بل سره نږدې مړه شوي دي.
د قربانیانو یوه خپلوان ویلي، چې له دغې ډلې سره مل نرینه د سفر پر مهال له ښځو او ماشومانو بېل شوي او ښځې او ماشومان د کافي اوبو له شتون پرته خپلې لارې ته دوام ورکړی دی.
حالوش ویلي، چې له پېښې څلور ورځې وروسته هم د قربانیانو کورنیو د مړو د لېږد او خاورو ته سپارلو لپاره هڅې کولې.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې د قربانیانو کره شمېر او د پېښې ټول جزئیات یې په خپلواکه توګه نهدي تائید کړي او د یو شمېر قربانیانو هویت او د مړینې کره لامل اوس هم تر څېړنې لاندې دی.
-
څار4 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
-
لوبی4 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
لوبی2 days agoپه افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
نړۍ3 days agoپه یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
-
تازه خبرونه3 days agoکه امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
-
تازه خبرونه4 days agoد بدخشان عملیاتو د امنیتي ځواکونو وړتیا وښوده – په چین کې د اسلامي امارت استازي
-
لوبی2 days agoفاروقخان احمدزي په نړیوال کرکټ ډګر کې اووم افغان لوبڅار شو
