سیمه ییز خبرونه
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي استعفا وکړه
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د چارشنبې پر ورځ تویت کړی؛ له نږدې درې کلن خدمت وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.
هغه زياته کړې؛ له دې وروسته غواړي د کورنۍ، کتابونو، کرنې او چاپېريال اړوند شخصي چارو راوڅرخي.
هغه په یوه لړ تویتونو کې په ډاګه کړې: له نږدې درې کاله خدمت کولو وروسته، ما له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې غواړم نور پر شخصي چارو، کورنۍ، کتابونو او کرنېز چاپېریال راوڅرخم.
صادق څرګنده کړې؛ هغه د لومړي وزیر او نورو ټولو همکارانو څخه د دوی د ځانګړي استازي په توګه له ملاتړ مننه کړې ده.
هغه لیکلي: زه د خپلو ډېرو همکارانو د سخت کار ستاینه کوم، چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه کولو لپاره یې اوږد مهاله کار کړی دی.
محمد صادق د ۲۰۲۰ ز. کال د جون په میاشت کې د افغانستان د ځانګړی استازي مقام ته وګومارل شو او د ۲۰۲۰ ز. کال د فبرورۍ پر ۲۹ د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته یې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې د خبرو په بهیر کې له نورو سفیرانو سره له نږدې کار کړی دی.
