تازه خبرونه
د افغانستان مالي کال له میلادي څخه لمریز هجري ته بدل شو

د افغانستان اسلامي امارت په ډاګه کړې، چې د کابینې په ناسته کې د مالي کال د پیل د بدلولو طرحه له مرغومي (جدي ) میاشتې څخه د وري (حمل) میاشتې ته تصویب شوه.
د اسلامي امارت د چارو ادارې ویلي، چې دا موضوع د وزیرانو شورا په پرونۍ غونډه کې تائید شوې ده.
د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د روان کال د وروستیو درې میاشتو (مرغومي، سلواغې او کب) لپاره ضمیمه شوې بودجه هم تصویب شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ له څو لسیزو راپدیخوا دا لومړي ځل دی، چې د افغانستان بودجه له بهرنیو مرستو پرته جوړه شوه.
دغه راز کابینې هېواد ته د بې کیفیته توکو پر واردولو هم بندیز لګولی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: د بې کيفيته تېلو او ګازو، کيمياوي سرې او نورو بې کيفيته او نامعیاري توکو واردول په کلکه منع دي.
اسلامي امارت خبرداری ورکړی، چې سرغړونکي به د خپل چلند ځواب پخپله وایي.
اسلامي امارت څرګنده کړې؛ په بندرونو کې د تېلو ټانکرونو د ډېرېدو او د بې کیفیته توکو د واردولو ستونزې د غوره څېړلو او حل کولو لپاره به یو پلاوی ولایتونو ته استول شي.
تازه خبرونه
د اقتصادي کمیسیون دوهیمه ځانګړې غونډه د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ ترسره شوه
د ریاست الوزراء د دفتر په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په دوهیمه ځانګړې غونډه کې د منظم میکانیزم پر بنسټ د کال د شپږ میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړ شوه او له شپږ میاشتو وروسته به اجرائیوي اقدامات د پخوا په څیر روان وي.

د ریاست الوزراء دفتر ويلي، چې د اقتصادي کمیسیون دوهیمه ځانګړې غونډه د ۱۴۴۶ لېږدیز سپوږمیز کال د شوال پر اتهویشتمه، نههویشتمه او دېرشمه د افغانستان اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده پر مشرۍ ترسره شوه.
د ریاست الوزراء د دفتر په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په دوهیمه ځانګړې غونډه کې د منظم میکانیزم پر بنسټ د کال د شپږ میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه ورکړ شوه او له شپږ میاشتو وروسته به اجرائیوي اقدامات د پخوا په څیر روان وي.
په دې غونډه کې د چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې له اړوند وزارتونو سره د همغږۍ له مخې په دولتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د کار د ګړندي کولو او همدارنګه په ټولو سکټورونو کې د موجوده ستونزو د حل لپاره؛ یوه جامع طرزالعمل چمتو کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا طرزالعمل به د تصویب لپاره اقتصادي کمیسیون ته او بیا د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته واستول شي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په دې غونډه کې د اقتصادي کمیسیون د لومړۍ ځانګړې غونډې د پرېکړو په اړه تعقیبي راپورونه وړاندې شول، چې د ۱۴۴۶ لېږدیز سپوږمیز کال د جمادي الاول پر درېیمه د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ ترسره شوه.
په لومړۍ غونډه کې د چارو ادارې پر مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه، چې له ښاري پلانونو سره سم طرزالعملونه رامنځته کړي، چې د دولتي ځمکو د ملکیتونو پلور او وېش او همدارنګه د ودانیو کرایه کولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.
د همدې هدف لپاره کمیټې په دوهیمه غونډه کې د ارزونې لپاره تدوین شوی طرزالعمل وړاندې کړ، چې د وړاندیز شویو تعدیلاتو له شاملولو وروسته به د شیخ هبةالله اخوندزاده دفتر ته د منظورۍ لپاره واستول شي.
د دغه طرزالعمل له مخې؛ هېوادوال کولی شي په شخصي ځمکو کې د ځمکې د تثبیت پروسه په ۱۵ ورځو کې ترسره او په یوه میاشت کې یې نقشه ویزه او ودانیزې چارې یې پيل کړي.
همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې وه، چې په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته اړینې ځمکې انتقال کړي. د دې پرېکړې د پلي کولو په اړه پورته ذکر شویو وزارتونو په دوهیمه غونډه کې خپل راپور وړاندې کړ، چې له مخې یې په ډېری ولایتونو کې ۸۰ زره جریبه ځمکه لېږدول شوې ده او په یو شمېر ولایتونو کې به دا بهیر ډېر ژر بشپړ شي، چې له دې سره به په ټولو ولایتونو کې د صنعتکارانو لپاره د ځمکې د کمښت ستونزه حل شي.
همدارنګه په لومړۍ غونډه کې د عامې روغتیا وزارت پر مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې وه، چې د انساني، حیواني، کرنیزو درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړي طرزالعملونه جوړ کړي. دې کميټې دا طرزالعملونه چمتو کړل او د ارزونې لپاره یې وړاندې کړل، چې د وړاندیز شویو تعدیلاتو له شاملولو وروسته به د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته واستول شي.
د یادونې ده، چې د اقتصادي کمیسیون په لومړۍ غونډه کې د شویو پرېکړو د تطبیق په موخه اړوند وزارتونو او ادارو خپل راپورونه د اقتصادي کمیسیون په دوهیمه ځانګړې غونډه کې وړاندې کړل.
تازه خبرونه
د زرګونه افغانان کډوالو له راستنېدو سره به بشري ناورین نور هم پراخ شي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بابر بلوڅ د سېشنبې پر ورځ د ژینیو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا بنسټ کورونو ته له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې لپاره ۷۱ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویلي، چې په افغانستان کې یو ژور بشري بحران مخ پر زیاتېدو دی؛ ځکه، چې لسګونه زره افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو څخه بېرته راستنېدو ته اړ ایستل کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بابر بلوڅ د سېشنبې پر ورځ د ژینیو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا بنسټ کورونو ته له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې لپاره ۷۱ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
بلوچ زیاته کړې، چې دا کډوال هېواد ته له راستنېدو وروسته له سختو ناهیلې کوونکو شرایطو سره مخ دي.
بلوڅ وایي؛ په اپریل کې له ۲۵۱ زره څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه په ناوړه شرایطو کې راستانه شوي، چې په کې له ۹۶ زره څخه ډېر جبري ایستل شوي کسان دي.
هغه ویلي، چې UNHCR د ایران او پاکستان له حکومتونو هم ملاتړ روان ساتي، چې افغانستان ته راستنیدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.
بابر بلوڅ زیاته کړې: ” د افغانان جبري ستنېدا یا فشار راوړل ښه پایله نلري او کولی شي سیمه بې ثباته کړي.”
له ۲۰۲۳ راپدېخوا له ۳.۴ میلیون څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته راستانه شوي یا ایستل شوي دي، چې له ۱.۵ میلیون ډېر په ۲۰۲۴ کې ایستلو ته اړ شوي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې افغانان په ۲۰۲۴ کال کې له آسیا اوقیانوسیې سیمې څخه اروپا ته د غیرقانوني رسیدونکو ترټولو لویه ډله (۴۱ سلنه) ګڼل شوې ده.
تازه خبرونه
چین د کندهار له لارې راستنېدونکو افغان کډوالو ته خیمې ورکوي
د شینهوا خبري سرچینې د چارشنبې پر ورځ( د غویی لسمه ) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ولایتي رییس محمد شعیب حقاني د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې دا خیمې د دې ولایت په تختهپل ولسوالۍ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره درول شوې دي.

په داسې حال کې، چې پاکستان د سلګونو زره افغانانو د جبري ایستلو بهیر روان ساتلی؛ چین د کندهار له لارې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره سلګونه خیمې چمتو کړې دي.
د شینهوا خبري سرچینې د چارشنبې پر ورځ( د غویی لسمه ) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ولایتي رییس محمد شعیب حقاني د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې دا خیمې د دې ولایت په تختهپل ولسوالۍ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره درول شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال په اپریل کې خپل هېواد ته راستانه شوي، چې ډېرو یې یوازې هغه جامې درلودې، چې پر غاړه یې وې.
چین په تېرو څو کلونو کې د افغانستان خلکو ته د درملو، ژمنیو جامو، پټو او خوراکي توکو په ګډون بېلابېلې مرستې کړې دي.
-
تازه خبرونه3 days ago
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل
-
سوداگري5 days ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
سوداگري3 days ago
يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي
-
نړۍ2 days ago
د امریکا په هوايي برید کې ۶۸ حوثیان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د بندر عباس چاودنې د مړو شمېر ۴۰ کسانو ته پورته شو
-
تازه خبرونه1 day ago
آذربایجان په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو روزنیز مرکز تمویلوي
-
تازه خبرونه3 days ago
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر کشمیر د هند د اوبو بندولو په پاکستان کې وېره خپره کړه