تازه خبرونه
د افغانستان مالي کال له میلادي څخه لمریز هجري ته بدل شو
د افغانستان اسلامي امارت په ډاګه کړې، چې د کابینې په ناسته کې د مالي کال د پیل د بدلولو طرحه له مرغومي (جدي ) میاشتې څخه د وري (حمل) میاشتې ته تصویب شوه.
د اسلامي امارت د چارو ادارې ویلي، چې دا موضوع د وزیرانو شورا په پرونۍ غونډه کې تائید شوې ده.
د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د روان کال د وروستیو درې میاشتو (مرغومي، سلواغې او کب) لپاره ضمیمه شوې بودجه هم تصویب شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ له څو لسیزو راپدیخوا دا لومړي ځل دی، چې د افغانستان بودجه له بهرنیو مرستو پرته جوړه شوه.
دغه راز کابینې هېواد ته د بې کیفیته توکو پر واردولو هم بندیز لګولی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: د بې کيفيته تېلو او ګازو، کيمياوي سرې او نورو بې کيفيته او نامعیاري توکو واردول په کلکه منع دي.
اسلامي امارت خبرداری ورکړی، چې سرغړونکي به د خپل چلند ځواب پخپله وایي.
اسلامي امارت څرګنده کړې؛ په بندرونو کې د تېلو ټانکرونو د ډېرېدو او د بې کیفیته توکو د واردولو ستونزې د غوره څېړلو او حل کولو لپاره به یو پلاوی ولایتونو ته استول شي.