تازه خبرونه
د افغانستان مشران دې خپل ملت پخپله وساتي – جو بایډن
رویټرز راپور ورکړی، چې وسلوالو طالبانو د سې شنبې پر ورځ د افغانستان په نیول شوې خاوره کې خپل واک و ځواک ټینګ کړی او اوس د دې هېواد ۶۵ سلنه برخه تر څارنې لاندې لري؛ ځکه، نو د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې هېواد له مشرانو وغوښتل، چې د خپل ملت پخپله وساتي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د بغلان ولایت مرکز پلخمري د سې شنبې پر ماښام طالبانو نیولی دی. د ځایي اوسیدونکیو د وینا پر بنسټ افغان امنیتي ځواکونو د کیله ګي پر لوري د پوځ یوه لوی مرکز ته شاتګ کړی دی.
د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار د یوې اونۍ په موده کې اووم لوی ښار دی، چې د طالب وسلوالو تر ولکې لاندې راغلی دی.
جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي؛ افغان مشران باید سره راټول او همغږي شي، افغان سرتېري د طالبانو په پرتله ډېر دي. دوی باید د ځان لپاره جګړه وکړي، د خپل ملت لپاره جګړه وکړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ویلي، چې هغه د وتلو پر پرېکړې پښیمانه ندی.
هغه ټینګار کړی، چې واشنګټن په تېرو ۲۰ کلونو کې له ۱ ټریلیون ډالر ډېر لګولي او په زرګونه سرتېري یې له لاسه ورکړي دي.
هغه ویلي، چې امریکا افغان ځواکونو ته د پام وړ هوایي ملاتړ، خواړه، تجهیزات او معاشونه ورکول به روان وساتي.
په کابل کې افغان ولسمشر اشرف غني پر سیمه ییزو ملیشو او ملکي خلکو غږ کړی، چې د افغانستان له “ډیموکراټیکو جوړښتونو” دفاع وکړي.
د هېواد په شمال کې د مزار شریف او کابل ترمنځ د پروت ولایت پر مرکز ایبک ښار، طالب جنګیاليو برید کړی او دولتي ودانیو ته وردننه شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ډېري حکومتي ځواکونه له دې ښاره وتلي دي.
د مالیې افسر شېر محمد عباس د ایبک ښار او شرایطو په اړه پوښتل شوی او وایي: یوازنۍ لار د ځان ځړول یا کابل ته د وتلو لار موندل دي.
د افغانستان شمال له د کلونو راپدیخوا ترټولو سوله ییزه سیمه وه. داسې ښکاري، چې طالبان په شمال، لویدیځ او سویل کې سرحدي پولې ونیسي او بیا کابل ته نږدې شي.
طالبان، چې غواړي د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت راوپرځوي او د سولې په خبرو د اسلامي قانون د پلي کولو امتیاز تر لاسه کړي؛ د دوشنبې پر ورځ ایبک ښار ته د ننوتلو پرمهال له لږ مقاومت سره مخ شول.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د سې شنبې پر ورځ الجزیرې تلویزیون ته ویلي، چې دوی په دوحه کې د خبرو اترو لارې ته ژمن دي او نه غواړي، چې مات شي.
د اروپایي اتحادیې یوه لوړ پوړي چارواکي د سې شنبې پر ورځ ویلي وه، چې د طالبانو ځواکونه اوسمهال د افغانستان ۶۵ سلنه خاوره تر څارنې لاندې لري او ګواښ کوي، چې د شمال د ۱۱ ولایتونو مرکزونه به ونیسي او غواړي په شمال کې له ملي ځواکونو څخه د کابل عنعنوي ملاتړ پای ته ورسوي.
حکومت له لرې پرتو کلیوالي سیمو او ولسوالیو، چې په ساتلو کې یې پاتې راغلی و؛ شاتګ وکړ او د ښارونو پر ساتلو یې ټینګار وکړ او پر پاکستان یې د فشار راوړلو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.