لوبی
د افغانستان معیوب لامبو وهونکي عباس کریمي د سرو زرو له ډال برخمن شو
افغان لامبو وهونکي عباس کریمي د امریکا په انډیاناپولیس ښار کې د ۵۰ مټره سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه.
دغه افغان امریکایي، چې اوس په امریکا کې دی؛ په فیسبوک پاڼه کې یې لیکلي، چې د یوه امریکايي وګړي په توګه یې په سیالۍ کې ګډون کړی دی.
کریمي زیاته کړې؛ دا راته ویاړ دی، چې امریکایي یم او د یوه امریکایي وګړي په توګه د لومړي ځل لپاره د سرو زرو مډال ګټل مې ډېر په زړه پورې دی.
کريمي زياته کړې، چې په راتلونکې سيالۍ کې به د ٥٠ مټرۍ د شا برخې سيالي وکړي.
هغه له دې مخکې هم په نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی او د سرو زرو څو مډالونه یې ګټلي دي. کریمي د افغانستان د طلایی هلک نوم هم خپل کړی دی.