تازه خبرونه

د افغانستان پلاوی د سنټ پټرزبرګ په اقتصادي سرمشریزه کې ګډون کوي

Published

on

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارسمبالی عبدالمنان عمري د روسیې په سنټ پیترزبورګ اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالمنان عمري نن (چارشنبه د غبرګولي شپاړلسمه) روسيې ته رسېدلی دى.

دغه اقتصادي سرمشریزه به نن د روسیې په سنټ پیترزبورګ ښار کې پیل شي او څلور ورځې به روانه وي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارسمبالی به په یاده اقتصادي سرمشریزه کې؛ د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د بالفعله او بالقوه اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو په اړه د ګڼ‌شمېر هېوادونو سیمه‌ییزو او نړیوالو ټولنو له استازو سره هم وګوري.

ویل کیږي، چې په دې سرمشریزه کې د ګډونوالو تر منځ د اقتصاد او تجارت په اړوند برخو کې  تړونونه لاسلیک کیږي.

Trending

Exit mobile version