سوداگري
د افغانستان په بندرونو کې د سکنرونو لګول مو لومړیتوب دی
په دې کتنه کې د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د تمویل پر میکانیزم او د لګښت څرنګوالي، د وارداتو او صادراتو د فیسونو د راټولولو لپاره په ګمرکونو کې د ځانګړي کوډ جوړولو او د دې صندوق لپاره د بانکي حسابونو پرانیستلو بحث وشو.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمیټې په لومړۍ ناسته کې د هېواد په بندرونو کې د سکنرونو پر لګولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې (د چنګاښ پېنځمه) په خبرپاڼه کې خبر ورګړی، چې د خصوصي سکټور د ملاتړ لومړنۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدين عزيزي د دغې کميټې پر عملي فعاليتونو د ټينګار تر څنګ ويلي، چې زمونږ لومړيتوب د هېواد په بندرونو کې د سکنرونو پېرودل او لګوول دي، چې د توکو د وارداتو او صادراتو په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.
په دې کتنه کې د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د تمویل پر میکانیزم او د لګښت څرنګوالي، د وارداتو او صادراتو د فیسونو د راټولولو لپاره په ګمرکونو کې د ځانګړي کوډ جوړولو او د دې صندوق لپاره د بانکي حسابونو پرانیستلو بحث وشو.
دغه راز په دې ناسته کې د اړوند څانګو او سکټوري خونو لهخوا رهبري کميټې ته د ورپېژندل شويو غړیو پر دايمي غړيتوب د ټينګار تر څنګ د پروژو د پيلولو پرېکړه هم وشوه.
د دې وزارت د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د تمویل میکانیزم او د لګښت بڼه په څلورو فصلونو او ۱۷ مادو کې ترتیب او وروستۍ شوې ده.
اړوند خبرونه:
د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانستل شو
د افغانستان په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برښنایي سکنرونو لګولو طرحه و منل شوه
