تازه خبرونه
د افغانستان په شمال کې زلزلې بشري وضعیت اغېزمن کړی – ملګري ملتونه
د لومړنیو راپورونو له مخې؛ په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان «شهیدان » شوي او له ۹۰۰ څخه ډېر نور ټپیان دي. دغه راز په بلخ او سمنګان ولایتونو کې هم ګڼشمېر کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د مزار شریف ښار ته نږدې له ۶.۳ درجې زلزلې وروسته؛ د دوی مرستندویه ډلې له سیمهییزو او ملي چارواکو سره په همغږۍ کې اغېزمنو خلکو ته د مرستې رسول د وضعیت ارزونه کوي.
د لومړنیو راپورونو له مخې؛ په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان «شهیدان » شوي او له ۹۰۰ څخه ډېر نور ټپیان دي. دغه راز په بلخ او سمنګان ولایتونو کې هم ګڼشمېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، چې زلزله په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د افغانستان د شمال خلک له کلونو راپدېخوا له وچکالۍ، پراخې بېوزلۍ او د میلیونونو بې ځایه شویو خلکو بېرته راستنېدا سره مخ دي.
هغه زیاته کړې: “ملګرو ملتونو له نړیوالو غوښتي، چې په افغانستان کې بشري بحران ته د لاسرسي لپاره بېړنۍ او زیاتې مرستې چمتو کړي.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۲.۴ میلیارډ ډالرو د بشري غبرګون پروګرام یوازې درېیمه برخه تمویل شوې او اوس هم له ۱.۵ میلیارډ ډالرو څخه ډېر د بودجې کمښت شتون لري.
