تازه خبرونه

د افغانستان په لویدیځ کې به هم د افغانیو ترویج پلی شي- د افغانستان بانک

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې له ختیځو ولایتونو وروسته به د افغانیو ترویج د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې هم د ایراني تومن پرځای د افغانۍ د ترویج کمپاین پراخ او پلی شي.

د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال ویلي، چې د سیمې د هېوادونو په پرتله افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی دی.

نوموړی زیاتوي؛ له تېر میلادي کال راپدیخوا د افغانستان بانک توانیدلی، چې په ننګرهار، لغمان، کونړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، هلمند او کندهار ولایتونو کې د افغانۍ د ترویج  کمپاین بریالی پلی کړي.

هغه ویلي؛ د دغې مبارزې لړۍ په لویدیځو ولایتونو کې هم  پيلوي، چې ایراني تومن هم له کورنیو مارکیتونو څخه وباسي.

دی وایي، دمګړۍ د هېواد په دا خل کې له ۲۸۰ میلیارد افغانیو څخه زیاتې افغانۍ په دوران کې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش د افغانستان بانک د پولي سیاست پر پلې کولو نیوکه لري او وایي؛ د افغانستان بانک کار اوس هم د افغانیو د ترویج  لپاره هومره بریالی ندی؛ خو د هېواد په سرحدي ولایتونو کې د افغانۍ د ترویج وروستۍ هڅې د ستاینې دي او دا لړۍ همهاله باید لویدیځو ولایتونو ته هم پراخه شوې وای.

د چارو پوهان په ډاګه کړې؛ په هېواد کې د افغانۍ د ترویج په اړه باید له امنیتې ځواکونو نیولې ان تر عام ولس پورې ټول ونډه واخلي او ټول مسوولیت لري، چې خلک پخپله ورځنۍ راکړه ورکړه کې له افغانیو کار واخلي.

دوی پر د افغانستان بانک هم نیوکه کوي، چې د افغانستان بانک اوس هم د عامه پوهاوي په برخه کې لازم اقدامات ندي کړي.

Trending

Exit mobile version