تازه خبرونه
د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د افغانانو لخوا د خدمتونو وړاندې کولو هڅې روانې دي
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت څرګنده کړې؛ هڅې روانې دي، چې د هېواد په هوايي ډګرونو کې د افغانانو لخوا ټول خدمتونه وړاندې دي.
په تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد په هوايي ډګرونو کې تر ټولو ډېر خدمات د بهرنیو شرکتونو لخوا برابر شوي او د اسلامي امارت له راتګ سره ځمکني خدمات هم د عربي متحده اماراتو د یوه شرکت لخوا ترسره کیږي.
اوس د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د هېواد په هوايي ډګرونو کې د افغانانو لخوا د خدمتونو د وړاندې کولو هڅې روانې دي او په دې برخه کې د نويو ماشينونو د پېرلو او نصبولو په لټه کې دي او دا کار به په څو مياشتو کې ترسره شي.
د ترانسپورت وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، د هېواد په هوايي ډګرونو کې د معیاري ماشینونو د پېرودلو او نصبولو کار روان دی او د دغو ماشینونو له نصبولو سره به د هېواد په هوايي ډګرونو کې پخپله افغانان خدمات وړاندې کړي.
امام الدین احمدي ويلي، د کارګو شرکت له فعالېدو سره به د افغانستان کورني تولیدات هم د کورنیو هوايي شرکتونو له لارې نړیوالو بازارونو ته ولېږدول شي.
د امام الدین احمدي د څرګندونو له مخې، په هېواد کې د لومړي هوايي کارګو شرکت له فعالېدو سره دوی غواړي، چې کورني تولیدات د کورنیو هوايي شرکتونو له لارې نړیوالو بازارونو ته ولېږدول شي.
یو شمېر پانګوال وايي، چې د هوايي کارګو په برخه کې باید ډېر کار وشي؛ ځکه د افغانستان تازه میوه باید پخپل وخت د نړۍ بازارونو ته ولېږدول شي، چې د ورستېدو مخه یې ونيول شي.
که څه هم په تېرو وختونو کې د هېواد هوايي دهلېز ډېر پرمختګ نهدرلود؛ خو له دې کبله، چې د هېواد تازه او وچه میوه په نړيوالو بازارونو کې ښه پېرودونکي ولري، نو زياتره میوې د هوا له لارې لېږدول کېدې.