Connect with us

روغتيا

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین فرعي کمپاین پیل شو

خپور شوی

د

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د نړیوالو همکارانو پر مرسته د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په دغه کمپاین کې به د روان کال د نومبر له ۲۷ څخه د دسمبر تر لومړۍ نېټې ۸ اعشاریه ۷ میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم دي؛ په څلور ورځو کې واکسین شي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ دغه کمپاین به په ننګرهار ولایت کې یوه اوونۍ دوام وکړي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د کمپاین په دې پړاو کې اوس هم د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو د معافیت د کچې د لوړولو لپاره له ویتامین اې هم برخمن کېږي.

د هېواد په لویديځ زون کې د واکسيناسيون مشر عبدالواحد رحماني له ټولو کورنيو غوښتي، چې خپل تر پېنځه کلونو کم عمره ماشومان د ګوزڼ یا پوليو پر وړاندې واکسين کړي.

دغه راز یو شمېر ښاریان هم له خلکو غواړي، چې د ګرځنده روغتیايي ډلو او د پولیو د له منځه وړلو له مرکزونو سره همکاري وکړي.

ګوزڼ د درملنې وړ ويروس نه‌دى او د ځينو داکترانو د څرګندونو له مخې؛ د دې ويروس مخنيوى يوازې د واکسيناسيون په واسطه له منځه تللى شي او هغه ماشومان، چې په‌دې ويروس اخته شي د تل لپاره فلج کېږي او يا هم مري.

باید وویل شي، چې په روان کال کې یوازې  ننګرهار د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم په کې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

روغتيا

په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین نوی پړاو پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کمپاین په دې پړاو کې به د افغانستان شاوخوا ۴ اعشاریه ۸ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.

Published

on

نن دوشنبه( د مرغومي درېیمه ) په ۱۱ ولايتونو کې د ګوزڼ یا پوليو واکسين کمپاين نوی پړاو پيل شو.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کمپاین په دې پړاو کې به د افغانستان شاوخوا ۴ اعشاریه ۸ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.

دغه کمپاين په کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز ولايتونو کې پيل شوى دى.

افغانستان او پاکستان اوس هم د ګوزڼ یا پولیو له ناروغۍ سره مخ سیمې دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو پر بنسټ سږ کال په ټوله نړۍ کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوي، چې ۲۳ یې په افغانستان او ۵۰ یې په پاکستان کې دي.

Continue Reading

روغتيا

د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري

د هرات حوزوي روغتون ۶۵۰ بستره لري، چې هره ورځ له ۱۰۰۰ د ډېرو ناروغانو خدمت کیږي. د دې روغتون په بېلابېلو څانګو کې پر هر بستر دوه ناروغان تر درملنې لاندې دي.

Published

on

Continue Reading

روغتيا

په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري شي – نورجلال جلالي

دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نورجلال جلالي چین ته د خپل سفر پر مهال د سنتي طب په نړیوال کنفرانس کې د سیمې لپاره د سنتي طب په اړه د روغتیا نړیوالې ټولنې او شانګهای همکاریو ټولنې همکاري اړینه یاده کړه او څرګندوي، چې په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري او د عصري طبابت یوه برخه شي.

دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.

هغه دغه راز د سنتي طب په برخه کې د چين او افغانستان پر دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ اووایيو چې په دې برخه کې باید د ظرفيتونو لوړولو، تجربو شريکولو او  څېړنو زمینه برابره شي.

د يادونې ده، چې دا مهال په عامې روغتيا وزارت کې د سنتي طب رياست جوړ شوى، چې د ډاکټرانو د کار پر سمون، تګلارو او لارښوونو کار کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!