روغتيا

د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

Published

on

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې پر ورځ د کابل په ګډون د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

دغه وزارت په ډاګه کړې؛ طمع ده، چې په راتلونکیو څلور ورځو کې شاوخوا شپږ میلیون ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم دي، واکسین شي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه کمپاین به د هېواد په سویل، سویل ختیځ، ختیځ، شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې ۱۹۴ هغه ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي، چې د ګوزڼ ناروغۍ ګواښ تر ګواښ لاندې دي.

د روان کال له پیل راپدیخوا د افغانستان په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ دوه پېښې ثبت شوې دي.

په ۲۰۲۱ ز. کال کې د ګوزڼ یا پولیو څلور پېښې ثبت شوې وي او په ۲۰۲۰ کې دا پېښې ۵۶ ته رسیدلې.

Trending

Exit mobile version