روغتيا

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

د امرخېل د څرکندونو له مخې؛ د ګوزڼ واکسين دا کمپاين به د چنګاښ له اتلسمې تر بوویشتمې / د جولای له اتمې تر يوولسمې روان وي او د واکسيناسيون له لارې به ميليونونه ماشومان له دې ويروس څخه خوندي پاتې شي.

Published

on

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ نن دوشنبه د چنګاښ اتلسمه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ويلي، په دې کمپاین کې به شاوخوا اته میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم وي؛ واکسین شي.

د امرخېل د څرکندونو له مخې؛ د ګوزڼ واکسين دا کمپاين به د چنګاښ له اتلسمې تر بوویشتمې / د جولای له اتمې تر يوولسمې روان وي او د واکسيناسيون له لارې به ميليونونه ماشومان له دې ويروس څخه خوندي پاتې شي.

هغه زیاته کړې: د عامې روغتیا وزارت له قومي مشرانو، دیني عالمانو، استادانو وغوښتل، چې له واکسیناتورانو سره د دوی همکاري به په افغانستان کې د پولیو ناروغي له منځه یوسي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې تېره ورځ ویلي، چې د واکسین دغه کمپاین د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پیلېږي.

دې ټولنې له ټولو وګړو په ځانګړي توګه د کورنیو له مشرانو او والدینو غوښتي، چې له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان لپاره ونډه واخلي.

د ګوزڼ واکسين دوه‌يم پړاو ملي کمپاين تېره مياشت په ټول افغانستان کې د نړيوالو موسسو پر همکارۍ پيل شو او دغه کمپاين څلور ورځې دوام وکړ، چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په کې څه باندې ۱۱ اعشاریه ۲ ميليون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړ شول.

همدارنګه په افغانستان کې تېر اپریل د ګوزڼ واکسین لومړی پړاو پیل شو، چې په څلور ورځو کې شاوخوا ۱۱ میلیون له پېنځه کلونو څخه ټیټ عمره ماشومانو ته واکسین ورکړ شو.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم په کې د ګوزڼ ویروس ماشومان وژني. د دغه وزارت احصائې ښيي، چې تېر کال د افغانستان په ختیځ کې د کوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې د چارواکو پر وینا علت یې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل دي.

 

اړوند خبرونه: 

د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په افغانستان کې به سبا د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي

Trending

Exit mobile version