تازه خبرونه
د افغانستان په ۷ ولایتونو کې سېلابونو ۱۳ کسان مړه کړي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت څرګنده کړې؛ د هېواد په اووه ولایتونو کې سېلابونو د ۴ ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون د ۱۳ کسان مړه کړل او دوه نور ورک دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغو سېلابونو ډېر مالي زيانونه اړولي او له کليو څخه تر ولسواليو پورې غزېدلي سړکونه هم ويجاړ شوي دي.
له پيښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې دغو سېلابونو د خوست، پکتيا، لوګر، غزني، وردګ، پروان او کاپيسا ولايتونه ځپلي دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي؛ دغو سېلابونو د خوست، پکتيا، لوګر، غزني، وردګو، پروان او کاپيسا ولايتونه ځپلي او د دغو ولايتونو لارې يې د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وې.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت مرسیتال شرف الدین مسلم په ډاګه کړې؛ اوس پر دې کار روان دی، چې تر ولسوالیو پورې د کلیو فرعي سړکونه پرانیستل شي.
په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانونه ډېر دي او د سېلاب ځپلیو سیمو اوسیدونکي عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
شرف الدین مسلم وایي؛ زیانمنو کورنیو ته د اسلامي امارت له لوري سل زره افغانۍ په پام کې نیول شوي ، چې یو شمېر کورنیو ته دا پیسې رسیدلي هم دي.
سېل ځپلي احمد او باز محمد له ملي او نړيوالو مرستندويه موسسو غوښتي، چې له دوى سره مرسته وکړي؛ ځکه، چې سېلابونو د دوى ټول مالونه او د کروندو حاصلات له منځه وړي او کورونه یې ویجاړ شوي دي.
د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي، چې ۲۱ ولایتونه اوس هم د موسمي سېلابونو له خطر سره مخ دي او په ځینو ولایتونو کې به د اورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو وي.
د هوا پېژندنې ریاست د وړاندوینې مشر محمد نسیم مرادي ویلي؛ د دې ادارې د وړاندوینې پر بنسټ، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې هرات، فراه او نیمروز ولایتونه د سختې سیلۍ او بړبوکۍ لیدونکی وي، چې سرعت یې په بېلابېلو ځایونو کې د ۲۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ ښودل شوی دی.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، چې د سېلابونو له کبله اوښتو زیانونو ته په کتو د مرستندویه بنسټونو مرستې لږې دي او بسنه نه کوي. دوی له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې سېلاب ځپلو سره سمې مرستې وکړي.