تازه خبرونه
د افغانستان پولې ته نږدې د روسیې او ازبکستان پوځي تمرینونه پیل شول

رویټرز په ډاګه کړې، چې د افغانستان پولې ته نږدې د ازبکستان او روسيې ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
دا تمرینات په داسې وخت کې پیل شوي، چې په افغانستان کې امنیتي حالات ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دي.
تاس خبري آژانس راپور ورکړی، چې په دې پو ځي هڅو کې د روسيې او ازبکستان ۱۵۰۰ سرتېرو برخه اخیستې، چې د افغانستان پولې ته نږدې به پېنځه ورځې روان وي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ مسکو ویلي، چې په تاجکستان کې به د درې اړخیز تمرین لپاره ډېر نور سرتېري سیمې ته واستوي.
دغه درې اړخیز تمرین، چې د ازبکستان، تاجکستان او روسیې پوځیان په کې برخه لري؛ د اګست د ۵ او ۱۰ تر منځ به پیل شي.
راپور په ډاګه کړې؛ مسکو اندېښمن دی، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل به د منځنۍ آسیا هېوادونه بې ثباته کړي.
د راپور له مخې، د تاجکستان په تمرین کې به له ۲۵۰۰ څخه ډېر سرتېري برخه واخلي، چې شاوخوا ۱۸۰۰ به یې روسي وي.
مسکو ویلي، چې په دې تمرین کې به د روسیې د درندو وسلو له ۴۲۰ واحدونه هم کار واخیستل شي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان او په ځانګړي توګه د ښځو د وضعیت په اړه خپلې درې میاشتنۍ ارزونې دې شورا ته وړاندې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ چارسمبالی نصیر احمد فایق او د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس هم د غونډې ګډونوالو ته خپل معلومات وړاندې کوي.
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې غونډې د ترسره کیدو په غبرګون کې څرګنده کړې؛ افغانستان مشروع نظام لري، امنیت او ثبات یې تامین کړی او حق لري، چې په امنیت شورا کې خپل استازي ولري او دا شورا باید پر افغانستان لګولي بندیزونه لرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي درې میاشتې مخکې امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي وه، چې که اسلامي امارت غواړي د نړیوالې ټولنې برخه شي باید د بشري حقونو د خوندیتوب له پاره ګامونه پورته کړي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو په ۷۸ عمومي اسامبله کې د اسلامي هېوادونو په ګډون د ګڼو هېوادونو مشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارت غوښتي وه، چې ژر تر ژره دې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لرې کړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې پرانیزي.
اسلامي امارت ویلي؛ د ملګرو ملتونو غوښتنې یې نهدي رد کړي او امارت هڅه کوي، چې د ستونزو د حل لاره ومومي؛ خو هېوادونه باید د ښځو مسله د وسیلې په توګه ونهکاروي او په مستقیمه توګه دیپلوماتیکې لارې پرانیزي، چې د اختلافونو او ستونزو د حل په اړه خبرې وشي.
تازه خبرونه
TTP په افغانستان کې میشت ده او روزنیز کمپونه لري – د پاکستان لومړی وزیر

د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ روانه اوونۍ ویلي وه، چې تحریک طالبان پاکستان (تي تي پي) په افغانستان کې میشت ده او ان په دغه هېواد کې روزنیز کمپونه هم لري.
په دې وروستیو کې پاکستانيو چارواکو پرلهپسې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو له شتون یادونه کوي. د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر ویلي؛ په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو په څېر سخت دریځې ډلې د اندېښنې وړ دي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر له تي آر تي ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلې شته او دوی دغه موضوع له کابل سره شریکه کړې ده.
انوارالحق کاکړ ویلي: مونږ د افغانستان چارسمبالي حکومت پر ستونزو خبرې نهکوو؛ زمونږ اندېښنه دا ده، چې د افغانستان په خاوره کې د TTP په څېر ترهګرې ډلې شته او په دې موضوع مو له هغوی سره خبرې کړې دي. د افغانستان په خاوره کې د هغوی روزنیز کمپونه شته. دا زمونږ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او په دې برخه کې مونږ د افغانستان له سرپرست حکومت څخه شکایت نهکوو؛ خو مونږ غواړو له دغه هېواد سره د ښې تګلارې له لرلو سره دغه ستونزې اوارې کړو.
دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي دا هم ویلي، چې د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره یې هیڅکله د اسلامي امارت ملاتړ نهدی کړی.
هغه وایي: پاکستان هیڅکله د طالبانو ملاتړ نهدی کړی، چې واک بېرته ترلاسه کړي، بلکې دا امریکا او د هغې متحدین ول، چې له طالبانو سره یې مرسته وکړه او متحده ایالات په دې برخه کې لوی رول لري.
اسلامي امارت په افغان خاوره کې د سخت دریځو وسلوالو ډلو شتوالی ردوي او هېوادونه ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به یې پر ضد ونهکارول شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستانیو دغه اندېښنه او ادعا ردکړې او ویلي یې دي، چې هېوادونه یې باید د خپلو ستونزو له کبله د پړې ګوته افغانستان ته ونهنیسي.
انوارالحق ویلي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې د هېوادونو د لیست په سر کې دی او پهدې لار کې یې نوي زره کسان له لاسه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان ګوښهکېدا د حل لاره نهده – قطر

د قطر د لومړي وزیر د مرستیال سلاکار ماجد الانصاري ويلي، د افغانستان ګوښهکېدا او انزوا د حل لاره نهده؛ نړۍ باید د افغانستان له اسلامي امارت سره ښکېلتیا او تعامل ولري.
انصاري له المانیتور سره په مرکه کې ویلي، چې د پخواني حکومت له ړنګېدا او د اسلامي امارت له رامنځته کېدا راپدیخوا؛ قطر نړۍ ته د یوه منځګړي په توګه څرګنده کړې، چې د افغانستان ګوښه کېدا او انزوا د حل لاره نهده او د پرمختګ یوازنۍ لار ښکېلتیا ده.
نوموړی ویلي: په افغانستان کې د حکومت له ړنګېدا او هلته د طالبانو د چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت) له جوړېدا راپدیخوا زمونږ اصلي اندېښنه دا وه، چې نورې نړۍ ته ووایو؛ مونږ د طالبانو ( اسلامي امارت) د منزوي کولو او د دوی پر ضد مو د جګړې هڅه کړې ده.
د انصاري د څرګندونو له مخې؛ دې [هیڅ] نهدی بدل کړي، په افغانستان کې یې د ښځو وضعیت ښه کړی نهدی، په افغانستان کې یې د رادیکالۍ وضعیت ښه کړی نهدی. د پرمختګ یوازنۍ لار ښکېلتیا ده.
هغه زیاته کړې؛ افغانستان د دې لپاره قطر ته اړین دی، چې دوحه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب کوي.
نوموړي دا هم څرګنده کړې؛ مونږ پوره پوهیږو، چې د افغانستان وضعیت نن د نړیوالې ټولنې لپاره تعامل او ښکېلتیا ته داسې آسانه نهدی، چې له اوسني حکومت سره تعامل ولري؛ خو بشپړه ګوښه کېدا هم د حل لاره نهده. دې کار ورنهکړـ کار به هم ورنهکړی او حکومت به تر فشار لاندې ونیسي. ګټه به نورو هغو دولتونو ته ورسیږي، چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو له بشري حقونو سره ډېره لیوالتيا نهلري. له همدې کبله، مونږ د منځګړي په توګه خپل دریځ ساتلی دی.
نوموړي دا هم ویلي، چې ډېر هېوادونه غواړي له اسلامي امارت سره اړیکي ولري؛ خو د سیاسي دلایلو له کبله نهغواړي، چې اړیکه ونیسي.
د اسلامي امارت چارواکو هم پر ځلونو له قطره مننه کړې، چې له نورو هېوادونو سره د خبرو اترو د بندو دروازو د پرانستلو لپاره منځګړیتوب کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: امریکا ځینو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې په دې اړه راوړاندې شي؛ ځکه، چې د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ سیاسي ګټې شته او نه غواړي ځانونه په دیپلوماتیکه توګه ښکېل او له ستونزو سره مخ شي. همدا لامل دی؛ که نه، نو د افغانستان اسلامي امارت ټول هغه شرطونه پوره کړي، چې پر رسميت وپېژندل شي.
ویل کیږي، چې اوسمهال په افغانستان کې د قطر په ګډون د سیمې د څه باندې ۱۴ هېوادونو دیپلوماټیک ماموریتونه شته او اسلامي امارت په دغو هېوادونو کې متقابل سفارتي حضور لري.
-
روغتيا3 days ago
له خوګ څخه انسان ته د زړه دوهیم پیوند ترسره شو
-
نړۍ3 days ago
د اوکراین زیلینسکي دې د پولندیانو سپکاوی نهکوي – د پولند لومړی وزیر
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانانو د حقونو ساتونکي دې متحد شي – رینا امیري
-
تازه خبرونه2 days ago
د چین په اسیایي لوبو کې ۸۴ افغان لوبغاړي ګډون کوي
-
لوبی1 day ago
چين د اسيايي لوبو په لومړۍ ورځ د سرو زرو مډالونه وګټل
-
روغتيا1 day ago
په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
-
لوبی2 days ago
د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام نغدي جایزې ځانګړې شوې
-
تازه خبرونه3 days ago
په کابل هوايي ډګر کې د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو کډه ناست ترسره شوه