تازه خبرونه
د افغانستان پولې ته نږدې د روسیې او ازبکستان پوځي تمرینونه پیل شول
رویټرز په ډاګه کړې، چې د افغانستان پولې ته نږدې د ازبکستان او روسيې ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
دا تمرینات په داسې وخت کې پیل شوي، چې په افغانستان کې امنیتي حالات ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دي.
تاس خبري آژانس راپور ورکړی، چې په دې پو ځي هڅو کې د روسيې او ازبکستان ۱۵۰۰ سرتېرو برخه اخیستې، چې د افغانستان پولې ته نږدې به پېنځه ورځې روان وي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ مسکو ویلي، چې په تاجکستان کې به د درې اړخیز تمرین لپاره ډېر نور سرتېري سیمې ته واستوي.
دغه درې اړخیز تمرین، چې د ازبکستان، تاجکستان او روسیې پوځیان په کې برخه لري؛ د اګست د ۵ او ۱۰ تر منځ به پیل شي.
راپور په ډاګه کړې؛ مسکو اندېښمن دی، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل به د منځنۍ آسیا هېوادونه بې ثباته کړي.
د راپور له مخې، د تاجکستان په تمرین کې به له ۲۵۰۰ څخه ډېر سرتېري برخه واخلي، چې شاوخوا ۱۸۰۰ به یې روسي وي.
مسکو ویلي، چې په دې تمرین کې به د روسیې د درندو وسلو له ۴۲۰ واحدونه هم کار واخیستل شي.
