تازه خبرونه
د افغانستان پولې ته نږدې د روسیې په مشرۍ پوځي روزنه پیل شوې
رویټرز څرګنده کړې، چې نن دوشنبه د تلې ۲۶ د افغانستان پولې ته نږدې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت تړون ټولنې غړیو په تاجکستان کې پوځي روزنیزې هڅې پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د تاجکستان او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېر شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنه تورن کړی دی.
پرته له تاجکستان څخه د افغانستان ټول شمالي ګاونډ هېوادونه له افغانستان سره ښې او نیکې اړیکې غواړي.
د روسیې او تاجکستان دفاع وزارتونو زیاته کړې، چې دغه روزنیزې پوځي هڅې د ډله ییز امنیت تړون ټولنې غړیو لخوا پیل شوي، چې په کې ۵۰۰۰ سرتېري ونډه لري او نیمایي یې روسیان دي.
دا پوځي روزنې به شپږ ورځې روانې وي.
رویټرز زیاته کړې، چې روسیه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افراطي ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه لري او دا خپل امنیت ته ګواښ ګڼي.
مسکو، چې په تاجکستان کې پوځي اډه لري؛ دغه هېواد ته ډاډ ورکړی، چې د ګواښونو پر وړاندې به له دوی سره همکاري کوي.
دغه راز ټاکل شوې، چې د اسلامي امارت یو پلاوی، چې مشري یې د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالسلام حنفي کوي؛ د مسکو په ترویکاغونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي؛ په دې ناسته کې به د روسیې، امریکا، چین او پاکستان استازي ګډون وکړي او له دې ناست مخکې به د افغانستان په اړه یو څو ناستې ولري، چې د افغانستان په اړه روښانه دریځ رامنځته شي.