لوبی
د افغانستان کرکټ الف لوبډله سریلانکا ته د شپږ لوبو لپاره سفر کوي
(Last Updated On: کب ۴, ۱۴۰۲)
د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې د هېواد الف لوبډله به د روان کال په اپریل میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې د پېنځه یو ورځنیو او یوې څلور ورځنیو سیالیو لپاره دې هېواد ته سفر کوي.
دا سیالۍ به د اپریل پر اتهویشتمه پیل شي او د مې تر څوارلسمه پورې به روانې وي.
د افغانستان الف لوبډله به د سیالیو له پیل څخه درې ورځې مخکې سریلانکا ته ورسیږي.
لومړۍ دوه یو ورځنۍ لوبې به د اپریل پر اتهویشتمه او دېرشمه او نورې درې لوبې به د مې پر درېیمه، پېنځمه او اووهمه ترسره شي. څلور ورځنۍ سیالۍ به د مې پر یوولسمه پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان په دوه اړخیزو او څو اړخیزو سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې پرلهپسې ګډون څخه خوښي وښوده او د دې لوبډلې د بوخت ساتلو پر اهمیت یې ټینګار وکړ، چې د ملي لوبډلې ملاتړته به ځانونه چمتو کوي.