Connect with us

لوبی

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د هانګ کانګ پر وړاندې ماته وخوړه

دا لوبه نن (سې‌شنبه ذد لړم لومړۍ) د عمان پر کوربتوب ترسره شوې ده.

خپور شوی

د

د هېواد کرکټ الف لوبډلې د ۲۰۲۴ کال آسیا نویو رامنځته شویو لوبډلو په جام سیالیو کې د هانګ کانګ پر وړاندې د ۵ ویکټو پر توپیر له ماتې سره مخ شوه.

دا لوبه نن (سې‌شنبه ذد لړم لومړۍ) د عمان پر کوربتوب ترسره شوې ده.

دا د اسیا ایمرجینګ لوبډلو ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې دریمه لوبه وه.

دا په دې لوبو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې درېیمه لوبه ده.

ویل کیږي، چې له دې مخکې یې په دې سیالیو کې سریلانکا او بنګله دېش ته ماتې ورکړې ده.

لوبی

زمبابوي  لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه له افغان لوبدلې وګټله

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه نورې شل اوریزې لوبې د جمعې او شنبې په ورځو کې ترسره شي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه زمبابوې ته په د څلور ویکټو پر توپیر وبابلله.

افغانستان لومړی توپءوهنه پیل کړه او په شل اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۴۴ منډې هدف وټاکه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه نورې شل اوریزې لوبې د جمعې او شنبې په ورځو کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

په زمبابوې کې د افغانستان د دوه اړخیزو کرکټ لوبو پر اړینو ټکو ځان خبر کړئ

د چارشنبې پر ورځ (د لیندۍ یوویشتمه / د ډسمبر یوولسمه) به د دې هېواد په پلازمېنه هرارې کې د دې سفر لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره شي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په زمبابوې کې د دوه اړخیز لوبلړ د هرې بڼې د تر سره کولو  لپاره چمتوالی لري.

د چارشنبې پر ورځ (د لیندۍ یوویشتمه / د ډسمبر یوولسمه) به د دې هېواد په پلازمېنه هرارې کې د دې سفر لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره شي.

تمه ده، چې د زیمبابوې په دې سفر کې درې یو ورځنۍ، درې ۲۰ اوریزې او دوه ټسټ لوبې وشي.

د سپين‌توپ ټولې سیالۍ به په هراره کې ولوبول شي؛ خو دوه ټسټ سیالۍ به د بلاوایو په کوئینز سپورټس کلب کې ترسره شي.

دواړو لوبډلو د سپینو‌توپونو د لوبلړ لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. سکندر رضا به په دواړو بنو کې د زمبابوې مشري کوي؛ خو د ټسټ لوبډله به وروسته اعلان شي.

حشمت الله شهیدي به په یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې مشري وکړي او راشد خان به په شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر وي.

مجیب الرحمن د زمبابوې سیالیو لپاره په افغان لوبډلې کې راغی.

د لوبډلو جوړښت په لاندې ډول دي:

په یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان د زمبابوې پروړاندې:

افغانستان: حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه (مرستیال)، رحمان الله ګربز، اکرام علیخېل، عبدالمالک، صدیق الله اتل، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټي، ع.م غضنفر، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، بلال سمیع، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک.

زمبابوې: کریګ اروین، فراز اکرم، برایان بنټ، جویلورډ ګامبي، ټروور ګوانډو، کلایو مادانډه، ټینوټنډا ماپوسا، تادیواناشه ماروماني، برانډون ماووتا، تاشینګا موسکیوا، بلسینګ موزاراباني، ډیون مایرز، ریچارډ ویلیامنګذاوا او  سیکاندار رضا.

د افغانستان او زیمبابوې د ۲۰ اوریز لوبلړ:

افغانستان: راشد خان ( لوبډلمشر) رحمان الله ګربز، محمد اسحاق، صدیق الله اتل، حضرت الله ځاځي، محمد نبي، درویش رسولي، زبید اکبري، ګلبدین نایب، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، ننګیال خروټي، مجیب الرحمن، نوراحمد، فضل الحق فاروقي، فرید احمد او نوین الحق.

زمبابوې: سکندر رضا، فراز اکرم، برایان بنټ، رایان بورل، ټروور ګوانډو، کلایو ماډانډه، وسلي مادوور، ټینوټنډا ماپوسا، تاډیواناشه ماروماني، ویلینګټن مساکادازا، برانډون ماووتا، تاشینګا موسکیوا، بلسینګ موزاراباني او ریچارډ مای ډیون.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په درېیمه لوبه کې له نیپاله ماتې وخوړه

افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په خپلو دوه نورو سیالیو کې هم له سریلانکا او بنګله دېش څخه ماتې ماتې خوړلې وې.

Published

on

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په درېیمه ګروپي لوبه کې د یوه ویکټ پر توپیر ماتې وخوړه.

افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په خپلو دوه نورو سیالیو کې هم له سریلانکا او بنګله دېش څخه ماتې ماتې خوړلې وې.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ‌وهنه وکړه.

د هېواد ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې لوبغاړو په ۳۵.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او له ۱۲۳ زیاتې منډې یې جوړې نکړې.

د لوبې په دوه‌یمه نیمايي کې د نیپال لوبډلې په ۴۱.۳ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځیدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!