لوبی
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې عمان ته د ۴۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د تلې درویشتمه ) په عمان کې ترسره شوه؛ د افغانستان الف لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د درې اړخیز لوبلړ په دوهیمه لوبه کې عمان ته د ۴۴ منډو پر توپیرماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د تلې درویشتمه ) په عمان کې ترسره شوه؛ د افغانستان الف لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې کوربه لوبډلې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې، چې هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله.
په دې لوبه کې دروېش رسولي ۱۰۹ او کریم جنت ۶۰ منډې وکړې.
دا د کرکټ الف لوبډلې په دې لوبلړ کې دوهیمه بریا ده.
افغانستان پرون په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
