لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ په سپتمبر میاشت کې د نیوزیلنډ لوبډلې کوربتوب کوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دغه يوازنۍ ټیسټ لوبه به د سپټمبر مياشتي پر نهمه پيل او تر دیارلسمې به روانه وي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۷, ۱۴۰۳

د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ ویلي، چې افغان لوبډله به د لومړني ځل لپاره د روان کال په سپتمبر کې د یوازنۍ ټیسټ لوبې لپاره د نیوزیلنډ د ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې، دا لومړۍ ټیسټ لوبه ده، چې دواړه لوبډلې به یې د هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې د افغانستان پر کوربتوب تر سره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دغه يوازنۍ ټیسټ لوبه به د سپټمبر مياشتي پر نهمه پيل او تر دیارلسمې به روانه وي.

د ګریټر نویډا کرکټ لوبغالی د افغانستان او هندوستان کرکټ بورډ د مشرتابه ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته د کوربه لوبغالي په توګه ورکړ شوی دی.

کرکټ بورډ وايي، چې افغان لوبډله به د اګسټ مياشتي په وروستيو کې هندوستان ګريټر نويډا ته ولاړه شي او د لوبې د چمتووالي لپاره به روزنیزې هڅې او د نيوزيلنډ لوبډله به د سپټمبر پر پېنځمهه هند ته ورسيږي او د لوبې لپاره به د چمتووالي هڅې پیل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف د دې لوبو اړوند وايي: ډېر خوشحاله یوو، چې له نیوزیلنډ سره لومړۍ ټیسټ لوبه کوو. دا د هغو هلو ځلو پایله ده، چې مونږ د کرکټ نړیوالې شورا په ناستو کې د نورو کرکټ بورډونو له مشرانو سره وړاندې کړې وې.

ویل کیږي، چې د افغانستان ملي لوبډلې تر دې دمه ۹ ټیسټ لوبې ترسره کړي؛ درې یې ګټلي او په شپږو نورو لوبو کې له ماتې سره مخ شوي دي.

Trending

Exit mobile version