Connect with us

لوبی

د افغانستان کرکټ لوبډله به نوره بې ارزښته ونه‌ګڼل شي – ټراټ

افغان لوبډلې له دې مخکې هم د کرکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې وې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته د رسېدو لپاره نیوزیلینډ او اسټرالیا ته ماتې ورکړې او د ۲۰۲۳ کال په شل اوریز کرکټ نړیوال جام کې یې انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړې دي.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جاناټن ټراټ د چارشنبې پر ورځ په اتلانو جام کې د انګلستان له ماتې وروسته ویلي؛ هیڅ لوبډله به افغان لوبډله بې ارزښته ونه‌ګڼي.

افغانستان په لاهور کې د اتلانو جام په دوه‌یمه لوبه کې د انګلستان پر وړاندې ۳۲۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۸ منډو پر توپیر وګټله.

افغان لوبډلې له دې مخکې هم د کرکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې وې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته د رسېدو لپاره نیوزیلینډ او اسټرالیا ته ماتې ورکړې او د ۲۰۲۳ کال په شل اوریز کرکټ نړیوال جام کې یې انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړې دي.

ټراټ په دې باور دی، چې د افغانستان کرکټ لوبډلې په اړه د نورو لوبډلو نظرونه بدل شوي دي.

هغه ویلي: “په ۵۰ اوریزه نړیوال جام او ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې څه پېښ شول؟ او [اوس] زه لوبغاړو ته دا وایم: افغانستان به بیا هیڅکله کم ارزښته ونه‌ګڼل شي.”

هغه زیاته کړې: “په تېرو وختونو کې شاید خلکو [د افغانستان پر وړاندې] لوبې ته کتل او فکر یې کاوه، چې د دې لوبډلې ګټل د هغه بل هېواد پر وړاندې د سیالۍ لپاره لږ څه اسانه دي؛ ځکه، چې هغو د خپل تاریخ په اوږدو کې ټیسټ لوبې کړې دي؛ خو په دې بڼه کې د شرایطو له مخې زه داسې څه نه وینم. زه هره لوبه، چې مونږ یې کوو د سیالۍ په توګه ګورم او ترې د ګټلو تمه لرم. آسټرالیا به مونږ بې ارزښته ونه‌ګڼي.”

د چارشنبې د ورځې لوبه ډېره مهمه وه؛ ځکه، چې بایلونکې لوبډله له سیالۍ وتله؛ خو ګټونکې لوبډله به په مستقیم ډول نیمه پای لوبې ته ونه‌رسیږي، له همدې کبله د جمعې ورځې لوبه هم د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.

ټراټ وایي: “له هغه وخته، چې زه روزونکی یم؛ مونږ درې ځله له آسټرالیا سره لوبه کړې او په دې ټولو لوبو کې مو برخه اخیستې ده. زه لوبغاړو ته وایم، چې له نن شپې خوند واخلئ. زه غواړم ډاډ ترلاسه کړم، چې کله دوی سبا له خوبه راویښیږي؛ سمدلاسه به له آسټرالیا سره لوبې ته چمتو وي. له آسټرالیا سره پر لوبې راوڅرخئ. لوبغاړي به داسې وي او دا هغه څه دي، چې زه به یې مینه‌والو ته ووایم.”

د هېواد کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي هیله څرګنده کړې؛ ابراهیم ځدران، چې په ۱۴۶ توپونو یې ۱۷۷ منډې جوړې کړې؛ کولی شي د جمعې پر ورځ خپل “تلپاتې” هڅې تکرار کړي.

ټراټ دا هم ویلي، چې په سوداګریزو لیګ‌ونو کې د افغان لوبغاړو ګډون له افغان لوبډلې سره مرسته کړې ده.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د اتلانو جام ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

د دې لوبو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزو رسنیو پاڼې تعقیب کړئ.

لوبی

له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

له  دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.

د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په ټسټ لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوه‌یمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د ایرلینډ الف کرکټ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

د متحده عربي اماراتو په دې څلور ورځنۍ لوبه کې، چې نن (پنجشنبه) پای ته ورسېده؛ افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې سیالې ایرلینډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دوه‌یمه هغې کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو پر توپیر یې دا لوبه افغان لوبډلې ته وبایلله.

په ابوظبي کې د پچې له ګټلو وروسته افغان لوبدلې لومړی د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه. د افغانستان الف لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د اوووه ویکټو پر زیان سره ۶۱۲ منډې جوړې کړې.

بهیر شاه ۱۸۷، ریاض حسن ۹۴، عمران ۸۵، شمس الرحمن ۸۴، افسر ځاځي ۵۵ او دروېش رسولي ۵۳ مهم ونډه وال ول.

په دې لوبه کې عرب ګل مومند د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دې تکړه ښي لاسي ورو توپ اچوونکي عرب ګل مومند د ایرلینډ پر وړاندې د یوازنۍ څلور ورځنۍ لوبې په دواړو پاڼیو کې غوره توپ اچونه وکړه او لس ویکټې یې ترلاسه کړې.

نوموړي د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې څلور او د لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې، چې پرمټ یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ضیا الرحمن هم پنېځه ویکټې واخیستې.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې د نیپال پر وړاندې د ۵۰ آوریزو لوبو لړۍ وګټله

دا لوبه، چې په مولپاني کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه؛ نیپال لومړی بیټینګ وکړ او په ۴۴.۵ آورونو کې یې د ۱۹۱ منډو پر جوړولو ټول لوبغاړي وسوځېدل.

Published

on

(Last Updated On: )

د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ د پنځوس آوریزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې له نیپال څخه ماتې وخوړه؛ خو د لومړۍ او دوه‌یمې لوبې د ګټلو له کبله یې دا لړۍ وګټله.

دا لوبه، چې په مولپاني کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه؛ نیپال لومړی بیټینګ وکړ او په ۴۴.۵ آورونو کې یې د ۱۹۱ منډو پر جوړولو ټول لوبغاړي وسوځېدل.

په ځواب کې افغانستان په ۲۰.۱ آورونو کې د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۶ منډې جوړې کړې وې، چې لوبه د باران له کبله ودرول شوه. کله، چې وضعیت نور هم خراب شو؛ نو لوبڅارونکو د پایلې ټاکلو لپاره د DLS میټود څخه کار واخیست، چې له مخې یې نیپال د ۸۵ منډو پر توپیر د لوبې ګټونکی اعلان شو.

تېره اوونۍ د دې لوبلړ په لومړۍ لوبه کې افغانستان نیپال ته د ۱۳۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.

په دوه‌یمه لوبه کې، چې د دې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ ترسره شوه؛ افغانستان نیپال ته د یوې منډې پر توپیر ماتې ورکړې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!