لوبی

د افغانستان کرکټ لوبډله به نوره بې ارزښته ونه‌ګڼل شي – ټراټ

افغان لوبډلې له دې مخکې هم د کرکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې وې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته د رسېدو لپاره نیوزیلینډ او اسټرالیا ته ماتې ورکړې او د ۲۰۲۳ کال په شل اوریز کرکټ نړیوال جام کې یې انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړې دي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جاناټن ټراټ د چارشنبې پر ورځ په اتلانو جام کې د انګلستان له ماتې وروسته ویلي؛ هیڅ لوبډله به افغان لوبډله بې ارزښته ونه‌ګڼي.

افغانستان په لاهور کې د اتلانو جام په دوه‌یمه لوبه کې د انګلستان پر وړاندې ۳۲۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۸ منډو پر توپیر وګټله.

افغان لوبډلې له دې مخکې هم د کرکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې وې؛ په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته د رسېدو لپاره نیوزیلینډ او اسټرالیا ته ماتې ورکړې او د ۲۰۲۳ کال په شل اوریز کرکټ نړیوال جام کې یې انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړې دي.

ټراټ په دې باور دی، چې د افغانستان کرکټ لوبډلې په اړه د نورو لوبډلو نظرونه بدل شوي دي.

هغه ویلي: “په ۵۰ اوریزه نړیوال جام او ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې څه پېښ شول؟ او [اوس] زه لوبغاړو ته دا وایم: افغانستان به بیا هیڅکله کم ارزښته ونه‌ګڼل شي.”

هغه زیاته کړې: “په تېرو وختونو کې شاید خلکو [د افغانستان پر وړاندې] لوبې ته کتل او فکر یې کاوه، چې د دې لوبډلې ګټل د هغه بل هېواد پر وړاندې د سیالۍ لپاره لږ څه اسانه دي؛ ځکه، چې هغو د خپل تاریخ په اوږدو کې ټیسټ لوبې کړې دي؛ خو په دې بڼه کې د شرایطو له مخې زه داسې څه نه وینم. زه هره لوبه، چې مونږ یې کوو د سیالۍ په توګه ګورم او ترې د ګټلو تمه لرم. آسټرالیا به مونږ بې ارزښته ونه‌ګڼي.”

د چارشنبې د ورځې لوبه ډېره مهمه وه؛ ځکه، چې بایلونکې لوبډله له سیالۍ وتله؛ خو ګټونکې لوبډله به په مستقیم ډول نیمه پای لوبې ته ونه‌رسیږي، له همدې کبله د جمعې ورځې لوبه هم د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.

ټراټ وایي: “له هغه وخته، چې زه روزونکی یم؛ مونږ درې ځله له آسټرالیا سره لوبه کړې او په دې ټولو لوبو کې مو برخه اخیستې ده. زه لوبغاړو ته وایم، چې له نن شپې خوند واخلئ. زه غواړم ډاډ ترلاسه کړم، چې کله دوی سبا له خوبه راویښیږي؛ سمدلاسه به له آسټرالیا سره لوبې ته چمتو وي. له آسټرالیا سره پر لوبې راوڅرخئ. لوبغاړي به داسې وي او دا هغه څه دي، چې زه به یې مینه‌والو ته ووایم.”

د هېواد کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي هیله څرګنده کړې؛ ابراهیم ځدران، چې په ۱۴۶ توپونو یې ۱۷۷ منډې جوړې کړې؛ کولی شي د جمعې پر ورځ خپل “تلپاتې” هڅې تکرار کړي.

ټراټ دا هم ویلي، چې په سوداګریزو لیګ‌ونو کې د افغان لوبغاړو ګډون له افغان لوبډلې سره مرسته کړې ده.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د اتلانو جام ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

د دې لوبو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزو رسنیو پاڼې تعقیب کړئ.

Trending

Exit mobile version