لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډله له بنګلهدېش وروسته له زیمبابوې سره سیالي کوي
دغه راز افغانستان د درې شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې د بنګلهدېش کوربتوب ته چمتووالی نیسي، چې نن (پنجشنبه د اوکټوبر دوهیمه) د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل کیږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له بنګلهدېش سره له سیالۍ وروسته د روانې میاشتې په وروستیو کې زیمبابوې ته د سفر پرمهال به له کوربه هېواد سره یوه ټیسټ لوبه او درې شل اوریزې لوبې وکړي.
له زمبابوې سره د افغانستان ټیسټ لوبه به د تلې پر اتهویشتمه / د اوکتوبر پر شلمه پیل او د لړم تر دوهیمې / د اوکټوبر تر څلیریشتمې او ۲۰ آوریزې لوبې به د روانې میاشتې تر اتهویشتمې پیل شي. ټاکل شوې، چې ټولې لوبې د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره شي.
دغه راز افغانستان د درې شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې د بنګلهدېش کوربتوب ته چمتووالی نیسي، چې نن (پنجشنبه د اوکټوبر دوهیمه) د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل کیږي.
