لوبی

د افغانستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه

افغانستان اوس نیمه پایلوبې ته د رسیدو په درشل کې دی. دا لوبډله به د اته غوره لوبډلو پړاو د لړ په خپله وروستۍ لوبه کې د سې شنبې پر ورځ له بنګله دیش سره مخ شي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د  شل اوریز نړیوال جام په دې لوبه کې استرالیا ته د ۲۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

دا د کرکټ په تاریخ کې د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا ده.

په دې لوبه کې افغانستان لومړی توپ‌‌وهنه وکړه او د ۶ لوبغاړو پر سوځېدو یې ۱۴۸ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لوبډلې د ۱۲۷ منډو پر جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله.

ګلین مکسویل مخکې له دې، چې د ګلبدین نایب له‌ خوا وسوځول شي؛ پر ۴۱ توپونو ۵۹ منډې جوړې کړې،

ګلبدین نایب ټولټال څلور ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوین الحق درې او عظمت الله عمرزي، محمد نبي او راشد خان یوه – یوه ویکټه واخیسته.

ګلبدین وایي: مونږ له ډېر وخت راپدیخوا دې ورځې ته پر تمه وو، دا زما، زما د ملت او خلکو لپاره یوه له ویاړه ډکه شېبه ده.

افغانستان اوس نیمه پایلوبې ته د رسیدو په درشل کې دی. دا لوبډله به د اته غوره لوبډلو پړاو د لړ په خپله وروستۍ لوبه کې د سې شنبې پر ورځ له بنګله دیش سره مخ شي.

راشد خان ویلي: دا د یوې لوبډلې او د یو ملت په توګه زمونږ لپاره لویه بریا ده.

هغه زیاته کړې: په نړیوال جام کې اتلانو (اسټرالیا د ۵۰ اورونو نړیوال اتل دی) ته ماتې ورکول ښه احساس راکوي او دا هغه څه دي، چې مونږ په تېرو وختونو کې له لاسه ورکړي.

راشد وایي: دا زمونږ لپاره یوازې پیل دی او مونږ نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس لرو.

اسټرالیا به د دوشنبې پر ورځ په سینټ لوشیا کې له هند سره مخ شي.

اړوند خبرونه:

هندوستان د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام په دوه‌یم پړاو کې افغانستان ته د ۴۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه

Trending

Exit mobile version