لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ دوهیمه اتلولي هم خپله کړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه هم له ایرلنډ څخه د ۱۱۷ منډو پر توپیر وګټله او په عربي متحده اماراتو کې یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ اتلولي خپله کړه.
په دې لوبه کې، چې تېره شبه ترسره شوه افغان لوبغاړی محمد نبي پر ۵ ویکټو د افغانستان غوره لوبغاړی شو او ننګیال خروټی هم په دې لوبه کې ښه ځلیدلی دی.
افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ګټلې او د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهیمه لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه؛ خو درېیمه لوبه یې هم د ځان پر ګټه راوڅرخوله.
که څه هم ایرلنډ د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې توپاچونه غوره کړه؛ خو افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ایرلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
په لومړۍ نیمايي کې حشمت الله شهیدي د ۶۹ منډو پر جوړولو د نورو افغان لوبغاړو پر پرتله ښه وځلید.
په دوهیم اور کې د ایرلنډ لوبډلې په ۳۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ۱۱۹ زیاتې منډې یې جوړې نه کړی شوې.
محمد نبي، چې د دې سيالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو، پېنځه ايرلنډي لوبغاړي يې له سيالۍ لرې او ننګيال خروټي هم څلور مخالف لوبغاړي له منځه يوړل.
د یادونې ده، چې محمد نبي په لوبه کې ښه وځلید؛ خو په ټول لوبلړ کې رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.