لوبی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا (جمعه) له پاکستان سره مخ کیږي

د دغو څرګندونو له مخې، افغان لوبډله به په دوه روزنیزو لوبو کې له پاکستان او نیوزیلینډ سره مخ شي.

Published

on

د کرکټ نړیوالې شورا د چارشنبې پر ورځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام لپاره د روزنیزو( تمریناتي) سیالیو مهالوېش اعلان کړ.

د دغو څرګندونو له مخې، افغان لوبډله به په دوه روزنیزو لوبو کې له پاکستان او نیوزیلینډ سره مخ شي.

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان روزنیزه لوبه به سبا (جمعه) په لاهور کې او د نیوزیلینډ پر وړاندې لوبه به د یکشنبې پر ورځ په کراچۍ کې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ د روزنیزو سیالیو لپاره د لوبغاړو یو بېل نوملړ اعلان کړ، چې لوبډلمشر به یې شاداب خان وي.

Trending

Exit mobile version