لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته تاریخي ماتې ورکړه
فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د دې لوبې ستوري وه، چې دواړو لوبغاړو په ټولیزه توګه اووه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځني نړیوال لوبلړ په لومړۍ لوبه کې خپل سیالان پر یوازي ۱۰۶ منډو له ډګره وتلو ته اړ کړل او د خپلې زړهراکښونکې توپاچونې په پایله کې يې د بریا پر لوري خپل ګام پورته کړ.
فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د دې لوبې ستوري وه، چې دواړو لوبغاړو په ټولیزه توګه اووه ویکټې واخیستې.
سویلي افریقا د پچې له ګټلو وروسته د توپاچونې پرېکړه وکړه؛ خو د فاروقي له لوري ریزا هینډریکس او آېډن مارکرام ژر وسوځېدل.
فاروقي بیا ټوني ډي زوزي او غضنفر په ورته وخت کې تریسټان سیټبیز او جیسن سمیټ پرته له کومې منډې له ډګره وتلو ته اړ کړل.
د سویلي افریقا، چې خپل وضعیت پر ۲۹ منډو او د پېنځه لوبغاړولرې کېدو له لاسه ورکړي و؛ ډېر ژر پر ۳۶ منډو او ۷ ویکټو بدل شو، کایل ویرین او انډیل فالوکایو وسوځېدل.
په هرصورت، د ویان مولډر او بوورن فورټوین ترمنځ د ۳۹ منډو ملګرتیا د سویلي افریقا وضعیت یو څه ښه کړ.
فورټوین د راشد خان لخوا وسوځول شو؛ خو مولډر د سویلي افریقا سل منډې وغځولې.
مولډر لږ وروسته د فاروقي لخوا وسوځول شو. هغه په ۸۴ توپونو ۵۲ منډې تر سره کړې.
بیا راشد خان لونګي نګيډي وتلو ته اړ کړ او سویلي افریقا په ۳۳.۳ اورونو کې له منځه ولاړه.
افغانستان به د جمعې پر ورځ له سویلي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو دوهیمه لوبه وکړي.