لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
په دې لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لیندۍ نههویشتمه ) ترسره شوه؛ د افغانستان لوبډلې ۲۸۷ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې ۱۰۴ منډې د صدیق الله اتل او ۸۴ منډې عبدالمالک ترسره کړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهیمه لوبه د ۲۳۲ منډو پر توپیر وګټله.
په دې لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لیندۍ نههویشتمه ) ترسره شوه؛ د افغانستان لوبډلې ۲۸۷ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې ۱۰۴ منډې د صدیق الله اتل او ۸۴ منډې عبدالمالک ترسره کړې.
د زیمبابوې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۱۷.۵ اورونو کې له لاسه ورکړل او ۵۴ منډې یې جوړې کړې، چې په دې توګه هدف ته په رسیدو کې پاتې راغله.
الله محمد غضنفر او نوید ځدراڼ درې درې لوبغاړي وسوځول؛ فضل الحق فاروقي دوه او عظمت الله عمرزي یوه ویکټه ترلاسه کړه.
دا د افغانستان او زمبابوې تر منځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهیمه لوبه وه. لومړۍ سیالي د باران له کبله لغو شوې وه.
درېیمه او وروستۍ لوبه به د شنبې پر ورځ ترسره شي.