لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه
د يادونې ده، چې افغانستان اوس د شپږ نمرو پر لرلو د اړوند کرکټ نړيوال جام د غوراوي د اته لوبډلو په کتار کې راغلى او په دې پړاو کې به له هند، اسټراليا او بنګله دېش سره په ګروپ کې لوبې کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (جمعه د غبرګولي پېنځهویشتمه) د ۲۰ اوریز نړیوال جام په خپله درېیمه لوبه کې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه.
د پاپوا نیوګیني لوبډلې لوبغاړو د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځیدو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۹۶ منډو هدف وټاکه.
په دوهیمه نیمايي کې د هېواد لوبغاړو ټاکل شوی هدف پوره او سیاله لوبدله یې د ۷ ویکټو پر توپیر وګټله.
دا په امریکا کې د کرکټ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه پرلهپسې بریا ده.
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې نیوزیلینډ او یوګانډا ته ماتې ورکړې وې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله دا مهال د خپل ګروپ په سر کې ده او ټاکل شوې، چې د جون پر اووهلسمه د ګروپ وروستۍ لوبه له ویسټ انډیز سره ترسره کړي.
د يادونې ده، چې افغانستان اوس د شپږ نمرو پر لرلو د اړوند کرکټ نړيوال جام د غوراوي د اته لوبډلو په کتار کې راغلى او په دې پړاو کې به له هند، اسټراليا او بنګله دېش سره په ګروپ کې لوبې کوي.
لوبې پر ژوندۍ بڼه وګورئ!
آریانا تلویزیون د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
د دې سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات په منظمه توګه له آریانانیوز او ټولنیزو شبکو خپریږي، نو له مونږ سره پاتې شئ.
دې ته ورته خبرونه:
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
لوبی
د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوهیمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.
لوبی
د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو
د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.
د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.
د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.
دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.
لوبی
افغان فوټسال ۱۷ کلنې لوبډلې په آسیايي سیالیو کې پایلوبې ته لار وموندله
د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نهستړې کېدونکې هڅې ترسره او خپل ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو د آسیایي سیالیو په نیمه پایلوبه کې ټایلینډ ته ۹ ـ ۱ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د آسیا ځوانانو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نهستړې کېدونکې هڅې ترسره او خپل ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.
افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ له خپل سیمهییز ځواکمن سیال ایران سره مخ شي او دواړه لوبډلې به د آسیایي ځوانانو لوبو اتلولۍ ته د رسېدو لپاره ولوبیږي.
د سپورټ شنونکو د افغان ځوانانو له تاکتیکي نظم او بریدګر مزاج ستاینه کړې او د دوی پرمختګ یې په افغانستان کې د فوټسال د پرمختګ لپاره یو د ټینګار وړ پړاو وباله.
دې تاریخي بریا په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوالو ترمنځ جشنونه راوپارول او ډېر یې د افغان فوټسال راتلونکي ته هیله من کړل.
د یادونې ده، چې ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله به د دې سیالیو په پایلوبه کې سبا پنجشنبه له ایران سره مخ شي.
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days agoافغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
-
څار4 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو درېیم پړاو
-
سیمه ییز خبرونه20 hours agoایران له امریکا سره د سولهییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی
-
سوداگري3 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل


