لوبی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه

د يادونې ده، چې افغانستان اوس د شپږ نمرو پر لرلو د اړوند کرکټ نړيوال جام د غوراوي د اته لوبډلو په کتار کې راغلى او په دې پړاو کې به له هند، اسټراليا او بنګله دېش سره په ګروپ کې لوبې کوي.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (جمعه د غبرګولي پېنځه‌ویشتمه) د ۲۰ اوریز نړیوال جام په خپله درېیمه لوبه کې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه.

د پاپوا نیوګیني لوبډلې لوبغاړو د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځیدو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۹۶ منډو هدف وټاکه.

په دوه‌یمه نیمايي کې د هېواد لوبغاړو ټاکل شوی هدف پوره او سیاله لوبدله یې د ۷ ویکټو پر توپیر وګټله.

دا په امریکا کې د کرکټ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه پرله‌پسې بریا ده.

د هېواد کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې نیوزیلینډ او یوګانډا ته ماتې ورکړې وې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله دا مهال د خپل ګروپ په سر کې ده او ټاکل شوې، چې د جون پر اووه‌لسمه د ګروپ وروستۍ لوبه له ویسټ انډیز سره ترسره کړي.

د يادونې ده، چې افغانستان اوس د شپږ نمرو پر لرلو د اړوند کرکټ نړيوال جام د غوراوي د اته لوبډلو په کتار کې راغلى او په دې پړاو کې به له هند، اسټراليا او بنګله دېش سره په ګروپ کې لوبې کوي.

لوبې پر ژوندۍ بڼه وګورئ!

آریانا تلویزیون د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

د دې سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات په منظمه توګه له آریانانیوز او ټولنیزو شبکو خپریږي، نو له مونږ سره پاتې شئ.                                         

دې ته ورته خبرونه:

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه

 

افغانستان یوګانډا ته پر ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه

Trending

Exit mobile version